د کال شعار؛ د تولید وده او دانفلیّشن کنټرولول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149488-د_کال_شعار_د_تولید_وده_او_دانفلیّشن_کنټرولول
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د کال شعار نومې لړۍ  له ننني څوارلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
(last modified 2024-06-18T06:31:42+00:00 )
Jun 18, 2024 10:52 Asia/Kabul
  • د کال شعار؛ د تولید وده او دانفلیّشن کنټرولول

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د کال شعار نومې لړۍ  له ننني څوارلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

د اسلامی ا نقلاب ستر لارښود د ۱۴۰۲لمریزکال  شعار د؛تولید وده او د  انفلیّشن کنټرول؛ نومولی دی. انفلیّشن د ایران پر اقتصادي چیلنجونو او مشکلاتو  یو اغیزشیندونکی عامل دی . په تیرو مطلبونو کې مو د انفلیّشن د معنا په ارزولو سره ، له ۱۳۱۰لمریزکال څخه تر دې دمه  او همداراز په ایران کې د انفلیّشن  د بهرنۍ ریښې په باب ارزونې کړي دي.

په دغه ننني مطلب کې  هم دوه هغه داخلی عوامل چې د ایران په اوسني اقتصاد کې د انفلیّشن ریښې دي ،ارزوو.

یعني  لومړی ،په ایران کې د بانکدارۍ  مشکلات او چیلنجونه؛

په تیرو مطلبونو کې مو په ایران کې د انفلیّشن  ځیني داخلی علتونه ارزولي دي. د ایران د اقتصاد یو مهم مشکل ددغه هیواد د بانکدارۍ له جوړښت سره له اړونده جوړښتي پلوه دی  چې په هیواد کې د انفلیّشن په زیاتیدا کې ډیر رول  لوبوي. بانکونه یو هغه اورګان دی چې له  لالوړانفلیّشن څخه ګټه پورته کوي او د انفلیّشن په زیاتیدا کې  هم رول لري. بانکونه په مختلفو دلیلونو، د سرچینو په تخصیص کې  ډيرناکارندوالی لري.

دغې چارې په مختلفو پړاؤنو کې،بانکونه،د خپل ناکارندوالي د پوښښ لپاره د مرکزي بانک له سرچینو څخه د استفادې په لور کاږلي دي.په عین  حال کې  که دبانکونو د پانګونې ډول داسې وي چې د دوي دګټې په اندازې کې اغیزشیندي،نو بانکونه انګیزه لري، څو د انفلیّشن رامینځة کونکي مالی سیاستونو او پالیسۍ د تحقق لپاره  هڅه وکړي. د مثال په توګه په  داسې شرائطو کې چې د مځکې او ودانیو په حوزې کې  دبانکونو پانګونه زیاته شي ، نو د انفلیّشن شرائط د مځکې او ودانۍ  د بیّو له زیاتیدا او  په نتیجې کې  دبانکونو د پانګونو د ګټه ور کیدا له زیاتیدا سره مرسته کولی شي.

 د 2013-2014 کلونو په اوږدو کې، د بانکدارۍ چینل  له یو لړ داسې ټيټو هسکو سره مخ شوی، چې د نغدو پیسو د بې کیفیته ماحول  د پنځولو په وسیله ئې په اقتصاد کې د انفلیّشنن احتمال زیات کړی دی. د عایداتو ترینګلو حالاتو – د  لګښتونو توپیر او بانکونو ته د پیسو د واریدیدا او ترې ویستلو  لګښتونه، په نهایت کې  په نوو زیرمو یا حسابونو د ګټو او  کریډيټونو  له ځايه د نغدو پییسو د پنځونې  او همداراز  د پیسو په اساس  ددباؤ  سبب شوي دي . د مرکزي بانک لخوا خپاره شوي احصائې ښئ چې د پولي بنسټ په جوړولو کې د بانکونو ونډه  د 90 لسیزې په نیمائۍ کې خپل اوج ته رسیدلې او اوس مهال د دولت له ونډې څخه ډیره ده. په ۱۳۸۰ لمریزې لسیزې کې  دخصوصي بانکونو  په پنځیدا  او د بانکي فعالیتونو  په لاپراختیا سره ، د پیسو  د بنسټ  په رامینځةکولو کې د بانکونو  رول، د مخکې په نسبت لازیات شوی دی  او  د ۱۳۹۲کاله رانیولې تر ۱۳۹۵لمریز کال پورې په مودې کې  د دوي ونډه هیڅکله هم له ۵۵ فیصدو څخه  کمه شوې نه ده .

       په کلي توګه بانکونه د غیر سټنډرډ فعالیتونو  او د  خپلې ترینګلي ودې له امله په مختلفو پلمو سره له مرکزي بانکه د  اضافي پیسو اخستو ته مجبوره دي چې دغه موضوع ځان  د  پیسو د  اساس  په رامینځةکولو او په نهایت کې   د انفلیّشین  او نغدو پیسو د ماحول رامینځةکول ښودلي دي. هغه څه چې مسلم دي ، دبانکونو دشتمنیو د کیفیّت  کمیدا  او  په دې پسې د اقتصاد د رامینځةکونکو برخو  دآسانتیاؤ  د وړاندې کولو کمیدا چې په وروستیو  کلونو کې ئې شاهدان یوو، مرکزي بانک ته  د بانکونو د پورونو د زیاتیدا، د بانکونو د    پروګرامونو  سره ګډوډیدا  اود  بانکونو  په نغدو پیسو په رامینځةکیدا کې د ټيتو هسکو (یعني د نغدو پیسو د خسارې)  او په نهایت کې  دغه ټول عوامل م په هیواد کې دې د انفلیّشن د  رامینځةکونکو شرائطو د لا خوریدا سبب کیږي.

    دوهم؛  عارضي علتونه؛

 له عارضي او موقتي علتونو څخه مقصد دا دی چې  د پیسو د ارزښت  یا د انفلیّشن  کمیدا، د هیواد د اقتصاد د طبیعي مکانزم له امله  نه ده رامینځة شوي نه وي او د وچکالۍ، جنګ ،سیلاب او داسې ځینو نورو طبیعي پیښو په شان  موضوعګانې، چې د هغه هیواد د اقتصاد  له میکانزم څخه بهر وي، ددغې ښکارندې د رامینځةکیدا سبب وي. د سیلاب، زلزلې، جنګ، کاربندیز، داخلی اعتراضونو په څير ناببره او طبیعي پيښې هم د اقتصادي انفلیّشن  د اغیزشیندونکو  عواملو برخه دي .د وچکالۍ  او سیلاب پشمول   طبیعي  ناخوالي او ښکارندو په وروستیو څو پیړیو کې ډیر سر راپورته کړی دی او د اقتصادونو لپاره ئې ډیر تاوانونه او ناخوښې اغیزې  رامینځةکړي دي . په ۲۰۲۲کال کې طبیعي پيښو د نړۍ په اقتصاد  کابو ۲۷۵میلیارډ ډالري لګښتونه تپلي دي .

طبیعي پيښې د نړیوال ژواک چاپیریال  یو مهم چیلنج دی چې د هیوادونو لپاره ډيرې جدي اقتصادي او ټولنیزې نتیجې لري. ډیری شواهد ښئ چې طبیعي پيښې د ایران د اقتصاد پشمول په مختلفو اقتصادونو کې  د  انفلیّشن په زیاتیدا کې او د حکومت د لګښتونو په زیاتولو کې  ډير زیات رول لري.ایران یوه طبيعي پيښې رامینځةکیدونکي سیمه ده چې دغه زیاتره طبیعي پيښو ددې لپاره ډيرزیات تاوانونه او تاوان ر امینځةکونکي اغیزې  درلودلي دي او  د پيښیدا د وخت او مودې او زیاتوالي سره  اړونده  دا  ناببره طبیعي پیښې  په ایران کې د مصرفونکو پر چلند مختلفې اغیزې شیندلی شي.

             د مثال په توګه، طبیعي پيښې د کرهڼيزو محصولاتو د تولید خنډ کیږي او د کورنیو اقتصاد له ستونزو سره مخامخ کوي .طبیعي پيښې د کرهڼيزو محصولاتو د بیّو د زیاتیدا له لارې د کورنیو په مصرفونکي بیلګې کې یو لړ  بدلونونه رامینځةکوي.

معمولا طبیعي پيښې  کرهڼيزې مځکې له مینځه وړي او له دې لارې کرهڼيز محصولات هم تباه کیږي  او په بازار کې ددغو محصولاتو وړاندې کیدا کمیږي . په داسې بڼه کې، د کرهڼيزو محصولاتو په وړاندې کیدا کې محدودیّت  او په بازار کې ددغه ډول شیانو کمښت ،دخوراکي موادو بیّې زیاتوي او  د خوراکي موادو ته د  زیاترو وګړو ،په تیره بیا دکم عاده خلکو لاس رسی کموي.

په بله معنا، په بازار کې د کرهڼيزو محصولاتو د وړاندې کیدا په کمیدا پسې، د وړاندې کونکو او غوښتونکي  ځواک خبره په مینځ کې راځي  او د خوړو  د موادو بیّې د وړاندې کونې د کمښت په علت  زیاتوي. له یوه پلوه د سیلابونو، زلزلو او طوفانونو په څير د ځينو طبیعي بلاګانو رامینځةکیدا، د پلونو،د نړیدا، د ټرانسپورټ بیخ بینائي تاسیساتو د له مینځّه تلو  او د سړکونو د ورانیدا سبب کیږي او د شیانو په ټرانسپورټي چارو او د کورنیو  ته د خوړو د موادو په منتقلیدا کې هم ګډوډي او اړئ ګړئ  رامینځةکوي.د شیانو د وړو راوړو  په بهیر کې د ټرانسپورټ لګښتونه هم زیاتیږي او په نتیجې کې د وړاندې شوو خوراکي موادو د بیّو د لازیاتیدا سبب کیږي. پر دې اساس، د طبیعي پیښو رامینځةکیدا په ایران کې د انفلیّشن د ودې یو علت دی چې کنټرولول  ئې دمګړئ د حکومت له اختیاره  بهر دي.

  خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو،زمونږ د انټرنیټي پاڼې درکPARSTODAY.IR/PS  درسره نوټ کړئ او له خپلو خپلوانو او انډیوالانو سره ئې هم شریک کړئ، تاسو په دغه انټرنیټي ایډریس باندې زمونږ په پاڼې کې تازه او وروستي سیمه ایز او نړیوال  خبرونه، تبصرې، راپورونه،مرکې او نور سیاسی، اقتصادي،ټولنیز،سپورټي او روغتیائي خبرونه او کیسې هم آوریدلی او لیدلی شئ او دغه راز ستاسو خپل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ، نو تربل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو.

 (سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************