د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لومړنۍ مناظره
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149494-د_ایران_د_ولسمشریزو_ټاکنو_د_نوماندانو_لومړنۍ_مناظره
د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ ټاکنیزه مناظره تېره شپه ترسره شوه او شپږو نوماندانو د اقتصادي مسایلو په اړه خپل پلانونه شریک کړل
(last modified 2024-06-18T06:48:53+00:00 )
Jun 18, 2024 11:13 Asia/Kabul
  • د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لومړنۍ مناظره

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ ټاکنیزه مناظره تېره شپه ترسره شوه او شپږو نوماندانو د اقتصادي مسایلو په اړه خپل پلانونه شریک کړل

په دغه مناظره کې د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو شپږو کاندیدانو د اقتصادي پرمختګ په برخه کې ځانګړو پوښتنو ته مشخص ځوابونه ورکړل چې په کې د انفلاسیون کنټرول، په ایران کې د تولید په ډګر کې شته ننګونو او په دې برخه کې د ستونزو د حل لپاره خپل اقتصادي پلانونه او حل لارې شریکې کړې.

له غیر ضروري ژمنو څخه ډډه کول، د خلکو ژوند ته پاملرنه، د اقتصادي ودې سره سم د نړیوالو اړیکو پراختیا، د اقتصادي ودې د ښه کېدو په موخه د خلکو له پانګې څخه ګټه اخیستل، د خلکو په عوایدو او لګښتونو کې توازن رامنځته کول هغه مهم ټکي وو چې نوماندانو په دې مناظره کې پرې بحث او خپل پلانونه شریک کړل.

ټاکل شوې چې د دغو نوماندانو تر منځ د ټاکنیزو مبارزو تر پای ته رسېدو مخکې څلور نورې مناظرې هم ترسره شي.

د یادونې وړده چې سعید جلیلي، امیرحسین قازي زاده هاشمي، محمد باقر قالیباف، علیرضا زکاني، مصطفی پورمحمدي او مسعود بشکیان د ایران د جمهوري ریاست د انتخاباتو شپږ کاندیدان دي.