په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د ایران مقابله
اصلي خبره دا ده چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دغه هېواد کې له هر ډول بدلون او کړکېچ اغېزمن کېږي او په افغانستان کې ټولې شته ستونزې او کړکېچونه د سيمې هېوادونو په تېره بيا ګاونډيانو ته متوجه کیږي .
په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت سفیر او دایمی استازی د افغانستان په هکله د دغه شورا په غونډې کښې ټینګار وکړ ایران چمتو دی چې په افغانستان کښې له افراطیت ، ترهګرۍ اونه پرمختګ د له مینځه وړلو لپاره د دغه هیواد په بیارغاونه کښې فعال رول ولوبوی .
امیر سعید ایروانی د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې د افغانستان د وضعیت په باره کښې وویل له افغانستان سره بشری مرستې باید بې پلوه او بی قید و شرطه پاتې شی، د مرستو هر ډول سیاسي کول به د افغانستان خلکو ته زیان ورسوي.
اصلي خبره دا ده چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دغه هېواد کې له هر ډول بدلون او کړکېچ اغېزمن کېږي او په افغانستان کې ټولې شته ستونزې او کړکېچونه د سيمې هېوادونو په تېره بيا ګاونډيانو ته متوجه کیږي . ستونزې لکه د نشه یي توکو او وسلو قاچاق، د کډوالو زیاتوالی او ترهه ګري د سیمې په بدلونونو مستقیم اغیز لري. له همدې امله د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې له نورو هیوادونو سره یو ځای د ملګرو ملتو له امنیت شورا هیله لری چې د افغانستان د حالاتو په هکله د راپور په خپرولو بسنه ونکړی او د هغه د ستونزو د حل لپاره جدی اقدام وکړی. د سیاسي مسایلو یو کارپوه اسماعیل باقری په دې اړه وايي:«که څه هم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه د غونډو جوړول دا ښيي چې دغه هېواد هېر شوی نه دی، خو دغې شورا د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره کوم اساسی اقدام نه دی کړی. او نړیواله ټولنه اوس هم په پوهنې، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو مختلفو برخو کې د افغانستان د وضعیت د خرابیدو شاهده ده، نو له همدې امله د ایران اسلامي جمهوریت د ګاونډیتوب د اصولو او د ایران د تمدن په حوزه کې د افغانستان موقعیت ته په پام سره تل د افغانستان ملاتړ ته ژمن دی. ایران د لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا له ظالمانه بندیزونو او په هرو شرایطو او ننګونو په وخت کې چې د افغانستان خلک ورسره مخا مخ دي، د هغوی مرستې ته وردانګلی دی او هڅه یی کړی ده چی د هغو ی ځینې ستونزې هوارې کړي. په عین حال کی د ایرواني په وینا ایران خپلې پولې د افغان کډوالو او بې ځایه شویو پر مخ خلاصې ساتلې او په کلني ډول یې د لسو میلیاردو ډالرو په لګښت له شپږ میلیونو د زیاتو افغانانو کوربه توب کړی دی. دا په دې معنا ده چې د ایران اسلامي جمهوریت د افغانانو د شرایطو په درک کولو سره هڅه کړې ده له سختی کولو پرته چی د افغانستان نور ګاونډي هیوادونه یی اعمالوي ، له هغو افغانانو په کوربه توب سره چې په هر دلیل خپل هیواد پریږدي د هغوی کړاوونه کم کړي. دا په داسی حال کی دی چی ملګري ملتونه په ځانګړې توګه د امنیت شورا له کوربه هیوادونو سره د افغان مهاجرینو د هرکلي لپاره هیڅ اقدام نه کوي، بلکې امریکا د خپلو سپیرو ګټو لپاره د تاوتریخوالي غواړو او ترهګرو ډلو په پیاوړي کولو سره هماغه راز د افغانستان د خلکو بې ځایه کولو ته دوام ورکوي څه د هیواد دننه او څه په ګاونډیو هیوادونو کې د هغو کډوالیدا لپاره .
د ایران اسلامی جمهوریت په دې باور دی چې یوازې سیمه ایزه حل لاره د افغانستان د مشکلاتو په حل کښې مرسته کولای شی او لویدیځ هیوادونه چې په افغانستان کښې له هرډول اجتماعی او امنیتی بحرانونو خوندي دي په هر قیمت او هرډول شرایطو کې په افغانستان کښې خپل شوم اهداف تعقیبوی چی پکې تر ټولو مهم د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه مرکزی اسیا ته د ترهګرۍ لېږد او انتقال دی.
اسلامي جمهوریت تل ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د دغه هېواد د خلکو د ستونزو د حل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی، خو امریکا او غربي هېوادونه چې د افغانستان د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري، هڅې کړې ده د افغان ولس د ستونزو د حل لپاره هر ډول سیمه ییزه همکاري ناکامه ده