ایران د روسیې په داغستان جمهوریت کې ترهګریز بریدونه وغندل
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د روسیې د داغستان په جمهوریت کې د ترهګریزې حملې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره یاد برید په کلکو ټکو سره غندلی.
د شمالي قفقاز د داغستان جمهوریت په دوو ښارونو کې یو پادري او لږ تر لږه ۱۵ پولیس وروسته له هغه ووژل شول چې وسله والو په یوه کلیسا او د پولیسو په یوه مرکز جلا بریدونه وکړل.
د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د روسیط په داغستان جمهوریت کې په ماخاچ قلعه او دربند ښارونو کې ترهګریز بریدونه پ کلکو ټکو سره غندلي.
ښاغلي کنعاني د روسیې له حکومت او ملت او په تېره بیا د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او تسلیت مراتب شریک کړي او ټپيانو ته یې د روغتیا هیله کړې.
نوموړي دغه راز ویلي: د ایران اسلامي جمهوریت هر ډول ترهګري د بشری ټولنې او نړیوال امنیت لپاره یو ګواښ ګڼی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې د دغه ګواښ پر وړاندې باید نړیواله ټولنه په جدي ډول اغیزمنې هڅې وکړي.