د پيغمبراکرم(ص)په یادسره واړۀ اوریسټ څوکې ته د ایرانۍ غرختونکې میرمنې رسیدل
(last modified Sun, 21 Jul 2024 07:28:17 GMT )
Jul 21, 2024 11:58 Asia/Kabul
  • د پيغمبراکرم(ص)په یادسره واړۀ اوریسټ څوکې ته د ایرانۍ غرختونکې میرمنې رسیدل

پارس ټوډې – د ایران یوه غر ختونکې میرمن د اسلام دګران پیغمبر(ص) د اهل بیت او لمسي حضرت امام حسین علیه السلام  په یاد اونامې سره  د ګرجستان د کازبک غر پر سر،چې په واړۀ اوریسټ مشهور دی، ودریده.

دکازبک پنځه زره  او ۴۷میټره لوړه څوکه په ګرجستان یا جارجیا کې د مرکزی قفقاز  د غرۀ په ختیځي لړۍ کې  واقع ده  چې  دا د واړۀ اوریسټ  په توګه هم یادیږي.

پارس ټوډې راپور ورکړی،ایرانۍ غر ختونکې میرمن زهرا عباسي  ووئيل؛په د وامدار ډول له کابو ۲۴ ساعته  مزل او له ګلیشيئرونو، له واورو ډکو درو او د  آب و هوا له  بې ثباته  شرائطو څخه په تیریدا سره کازبک څوکې ته چې د همالیا غر د لړۍ له څوکو سره برابره  ده ورسیدم .

دغې ا یرانۍ میرمنې  چې ۱۴کاله مخکې څخه ئې دغر  ختنې فعالیت پیل کړی،  او د ایران په ۳۱ولایتونو کې ئې ډیرې څوکې فتح کړي دي ،ووئيل؛غر ختل زما د ژوند سټایل دی او د طبیعي  او خاصو صحنو په لیدو سره  په دې پوهیږم چې زمونږ خالق  څومره  نړۍ په منظمه توګه پنځولې ده او بې شکه  هغه مسئله چې  په هغه کې لوړوالی او د آب وهوا او موسم بد  شرائط ما مقصد ته هدایتوي او آرامښت راډالۍ کوي  ، د خداوندمتعال د نامې ذکر او یاد دی  او په دې مینځو میان  کې هغه څه چې همیشه  په بد شرائطو کې   د غرۀ  سره ته  په  ختلو کې زما روحیّه  خوندي ساتي، د یا زهرا(س)  ذکر  او د یاحسین (ع) ذکر  دی.

 

ټیګونه