له اسرائيلو د اسلامی ایران بدل اخستل قطعي دي
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز د اسماعیل هنیّه دشهادت په غبرګون کې ووئيل، ایران د بدل اخستل ارزوي البته وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژیم ته دغه غاښ ماتونکی ځواب قطعي دی.
ایسنا خبري آژانس راپور ورکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوي درسیتز سردار محمد باقري په تهران کې د شهید اسماعیل هنیّه د جنازې د دستورو ترڅنګ د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر دمشر اسماعیل هنیه د شهادت په وړاندې د ایران دغبرګون او وینې د بدل د اخستو په باب ووئيلو احتما به دغه کار وشي او باید داسې کلک اقدامات وشي او صهیونیسټان به حتما پښمانه شي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ عمومي قوماندان جنرال عبدالرحیم موسوي هم ووئيل، صهیونیسټي رژيم باید یوه درنده څپيړه وخوري او دغه لوي جنایت تاوان ورکړي.
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه سره د خپل یوه ساتونکي د چارشنبې په سهار وختي په تهران کې د پاتیکیدا په ځای کې په حملې کې شهید شو.
په غزې تړانګې کې د اسرائيلو نسل وژنه او جنایتونه له وحشي صهیونیسټانو څخه د امریکا د هراړخیزو ملاتړونو په خاطر دی ،ځکه چې تراوسه پورې په کرتو د ملګروملتو د امنیت شورا دایمي اوغیر دایمي غړو دصهیونیسټانو د جنایتونو په باب وړاندیزي پریکړه لیکونه وړاندې کړي چې هر ځل د امریکا په وسیله او د ویټو له ناروا حقه په استفادې سره ددغو وړاندیزي پریکړه لیکونو د تصویبیدا مخه نیولې ده.