د ایران تکوانډو لوبغاړی د المبیک سرو زرو میډال په غاړه کړ
(last modified Sun, 11 Aug 2024 08:37:38 GMT )
Aug 11, 2024 13:07 Asia/Kabul
  • د ایران تکوانډو لوبغاړی د المبیک سرو زرو میډال په غاړه کړ

د ایران د اسلامی جمهوریت  د تکوانډو یوه لوبغاړی په سرلوړۍ سره  د پاریس  دالمپیک د لوبو د سرو زرو میډال په غاړه کړ او د شپاړس کلونو انتظار ئې  پای ته ورساوۀ.

ایرناخبری اژانس راپو رورکړ، د ایران په اصطلاح د ۸۰کلوګرام وزن  تکوانډو لوبغاړی آریّن سلیمي د ۲۰۲۴ پاریس المپیک لوبو دتکوانډو په څلورمه او ترټولو وروستۍ ورځ  په فاینل کې د بریتانیا له سیال سره چې د اروپاطلایی میډال په خپلې کارنامې کې لری،مخ شو او له کوټلي سیالۍ وروسته ئې ماته ورکړه  او د سرو زرو میډال ئې پر خپل ټټَر وځړوۀ او   د تکوانډو  د طلا میډالونو  لپاره  شپاړس کلن انتظار ختم کړ.

تر ټولو وروستي ځل هادی ساعي چې اوس د ایران د تکوانډوفیډریشن مشر دی .د بیجینګ د ۲۰۰۸ کال المپیک لوبو کې د ایران تکوانډو په دغې لوئې پيښې کې   سرو زرو میډال څخه برخمن  کړی ؤ.

د ایران تکوانډو  په څلورو نمایندګانو ستایونکي کړچار سره  په درو سرو زرو ، دوو برونزو  او  دوو سپينو زرو  میډالونو سره  د پاریس د  المپیک د میډالونو په دوویشتم نمبر کې راغلی دی.

Image Caption

 

 د پاریس ۲۰۲۴ المپيک  لوبو درې دیرشم پړاؤ د جولائي په ۲۶پیل شوی او داګست تر یولسمې نیټې پورې دوام لري.په دغو سیالیو کې د ایران اسلامی جمهوریت په ۴۰لوبغاړو سره  ګډون کړی دی.

 

ټیګونه