ایران امریکا ته ماتې ور کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i151234-ایران_امریکا_ته_ماتې_ور_کړه
د پاریس ۲۰۲۴م المپیک لوبو په لړ کې د غیږ نیولو په یوې سیالۍ کې ایراني لوبغاړي اذر پیرا خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړه او د دغه سیالیو د زیړو مډال یې وګاټه.
(last modified 2024-08-11T11:02:00+00:00 )
Aug 11, 2024 15:29 Asia/Kabul
  • ایران امریکا ته ماتې ور کړه

د پاریس ۲۰۲۴م المپیک لوبو په لړ کې د غیږ نیولو په یوې سیالۍ کې ایراني لوبغاړي اذر پیرا خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړه او د دغه سیالیو د زیړو مډال یې وګاټه.

بلخوا د ایران ولسمشر ارین سلیمي ته د المپیک د سرو زرو د مډال د ګټلو له امله مبارکي ورکړې او ویې ویل زموږ ګران زوی ارین سلیمي د ایران لپاره ستر ویاړ دی.

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان تېره شپه پخپل ایکس پاڼه لیکلي وو:  زموږ ګران زوی ارین سلیمي، ستاسو ځواکمنتیا له امله د سرو زرو مډال ګټل، زما له بدن څخه ستړیا لرې کړه.

پزشکیان زیاته کړه: د اولمپیک په سیالیو کې د ایران لومړني ځوان په توګه،  تاسو په ښکلي مډال سره د خلکو زړونه وګټل، تل دې وياړلی وې.

د ایران د تکوندو لوبغاړي ارین سلیمي د پاریس د المپیک په سیالیو کې د اتیا کیلو ګارمه په وزن کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.