د اسيايي کراټې په سياليو کې د ايراني هلکانو او نجونو اتلولي
Aug 26, 2024 12:03 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د ایران د امید د هلکانو او نجونو لوبډلو د ۱۱ بېلا بېلو مډالونو په ګټلو سره د اسیا د کراټې د سیالیو اتله شوه.
د اسيايي کراټې سيالۍ د فيليپين په مانيل ښار کې د ٣٠ هېوادونو د ٥٥٩ کراټې لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، د ایران د امید د هلکانو او نجونو لوبډلو په دغو سیالیو کې د ۶ سرو زرو، ۱ د سپینو زرو او ۴ د برونزو مډالونو په ګټلو سره د اسیا د لوبډلو په سر کې ځای خپل کړ.
د قزاقستان لوبډلې د سرو زرو دوه او 1 سپینو زرو او جاپان 1 سرو زرو او 2 برونزو مډالونو په تر لاسه کولو سره په ترتیب دویم او درېیم ځآی خپل کړ.
د ایران د کراټې لوبډلې د تنکیو ځوانانو په ډله کې ۴ سرو زرو، ۳ د سپینو زرو او ۵ د برونزو مډالونو په تر لاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.