د جنایاتو د بندېدو لاره، په صهیونیستانو باندې د ویرې واکمنتیا ده؛په لبنان کې د اسرائیل د جنایاتو په هکله د ایرانيانو ټوییټونه
پارس تودی- د ایکس د ټولنیزې رسنۍ کارکوونکو هم په مجازي فضا د مختلفو پوسټونو په خپرولو سره، په لبنان کې د صهیونیست رژیم د جنایاتو غندنه کړې ده.
په لبنان کې د صهیونیست رژیم له وروستیو جنایاتو نه وروسته، د صهیونیست رژیم د وحشی توب په وړاندې مو د ایکس د ټولنیزې رسنۍ د کارکوونکو غبرګونونو ته یوه کتنه کړې ده.
مقاومت نه ختمیږي
د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې یو ایرانی کارکوونکی «سیدمحمدحسین میرلوحی» د صهیونیستي رژیم له لورې د لبنان د مقاومت د ځواکونو ټرور ته په غبرګون کې ولیکل: یوه ورځ وه چي حزب الله یوازې څو سوه ځواکونه لرل. بس وسلې یې هم کاتیوشا توغندی او هاوان و. هر څه یې هم عماد مغنیه و. خو ورشهید یې کړ. حزب الله ختم نه شو خو... څو زره نور ځواکونه یې هم تر لاسه کړ او تاکتیکې ښې وسلې او هدایت موندونکې تخریبي توغندی په واک کې لري.
د خبیث رژیم وروستۍ سلګۍ دي
د مائده زمینې په نامه یوه کاروونکې هم د مقاومت د جبهې په وړاندې د صهیونیست رژیم بې وسیو ته په اشارې سره ولیکل: په تېرو ۴۰ کلونو کې د صهیونیست رژیم او د مقاومت د ډلو او حزب الله حالاتو ته یوه کتنه وکړئ چي ووینئ کوم څه د صهیونیستي رژیم د غوصې لامل ګرځي. د خبیث رژیم وروستۍ سلګۍ دي او انشاالله چي نابودي نژدې ده او الحمدالله چي د مقاومت په جبهې کې د زلمیانو وده دومره پراخه ده چي دا ټرورونه به کامیابه نه شي.
ماشوم وژنی رژیم اوسنیو غمیزناکه حالاتو ته رسېدلی
د سیاسي چارو کارپوه «فؤاد ایزدی» د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې ولیکل:
له ۷۶ کلونو ټروریستي عملیات نه وروسته، ماشوم وژونکی رژیم اوسنیو غمیزناکو حالاتو ته رسېدلی . ټرور د دې رژیم لپاره کارنده اوزار نه و، او نه به وي.
مونږ ووژنئ چي امت مو لا ویښیږي
د ایکس یو بل کاروونکی «احمد بسطامی» ولیکل:
"حزبالله اسرائیلو سره د خپلو مبارزاتو په تاریخ کې د خپلو زیاتو قومندانانو او حتی د خپل سرمنشي شهید عباس موسوي ټرور هم تجروبه کړې ده، ایا دوی د حزب الله په ودرولو بریالي شول؟! نه یوازې بریالي نه شول بلکې حزب الله غورځنګ هره ورځ لاپیاوړی شوی دی. نو همهغه د امام ره خبره ده چي مونږ ووژنئ چي امت مو نور هم ويشیږي.
باید په صهیونیستانو باندې وېره واکمنه شې
د ایکس د ټولنېزې رسنۍ یوه بل فعال«رضا عابدی ګنابادی» ولیکل:
د اسرائیلو د جنایاتو د بندېدو یوازنۍ لاره، په لویو ښارونو باندې برید او د دارنه مرګژوبلو ور اړول ده، باید په صهیونیستانو باندې ویره واکمنه شي، په دې صورت کې امریکا او لوېدیځوال هم د دې رژیم د متحدینو په توګه تسلیم شي.
صهیونیستان احمق دي
«مهدی محمدی» بیا ایکس ټولنیزه رسنۍ کې ولیکل:
ټول هغه څه چي وینئ حزب الله غورځنګ ته تسلیمېدو د وړاندیز د مطرحولو لپاره دي. صهیونیستان هر څومره چي ماهر قاتلین وي، بلاخره ډېر احمق دي!