ایران په سیمه کښې صلحه او امنیت غواړي
(last modified Thu, 03 Oct 2024 03:07:37 GMT )
Oct 03, 2024 07:37 Asia/Kabul
  • ایران په سیمه کښې صلحه او امنیت غواړي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: ایران په سیمه کښې د صلحې او امنیت غوښتونکی دی

د ایرنا د خبر له مخې، ولسمشر مسعود پزشکیان پرون د قطر پلازمینې دوحه ته له رسیدو سره سم،وویل: امریکایانو او اروپایانو مونږ ته ویلي وو چې د اسماعیل هنیه د بدل اخیستو لپاره کوم اقدام ونه کړو او په یوې اونۍ کښې به په غزه کښې صلحه راشي، مونږ صبر وکړو چې امنیت تینګ کړي خو هلته یې وژلو ته نور هم زور ورکړ او لاسپین سترګي شول.

ولسمشر پزشکیان زیاته کړه: مونږ په سیمه کښې صلحه او امنیت غواړو خو اسرائیلو په تهران کښې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ووژه او که له خپلو جنایتونو لاس وا نه خلي نو له دې به هم ډیر سخت غبرګون وویني.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په رسمي بلنه د دوو ورځو لپاره دغه هیواد ته تلی دی  او ټاکل شوې چې له هغه سره رسمي کتنه وکړي.

مسعود پزشکیان به په دې سفر کښې د دواړو هیوادونو د جګ پوړو پلاو په کتنه کښې هم ګډون وکړي او په خپلو کښې د ګډې ملګرتیا سند په لاسلیک کړي.

د اسلامي ایران ولسمشر به د دغه سفر په دویمه ورځ د آسیا د ملګرتیا د خبلو اترو د ټولنې په نولسمه غونډه کښې وینا وکړي او ښايي په دغې غونډې کښې د ګډونوالو هیوادونو له ځینو مشرانو سره هم لیدنې ولري.