ایران: اروپايي ټولنه خپلو ګټو ته په نړیوالو قوانینو ترجیح ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i153604-ایران_اروپايي_ټولنه_خپلو_ګټو_ته_په_نړیوالو_قوانینو_ترجیح_ورکوي
پارس ټوډی- په بروکسل کې د ایران سفارت د ایران په خلاف د صهیونیسټ رژیم له تیری وروسته د اروپایی اتحادیې د انفعالي څرګندونو په غبرګون کښې وویل: دغه اتحادیه د نړیوالو قوانینو په نسبت خپلو ګټو ته ترجیح ورکوي.
(last modified 2024-10-27T04:30:04+00:00 )
Oct 27, 2024 08:57 Asia/Kabul
  • ایران: اروپايي ټولنه خپلو ګټو ته په نړیوالو قوانینو ترجیح ورکوي

پارس ټوډی- په بروکسل کې د ایران سفارت د ایران په خلاف د صهیونیسټ رژیم له تیری وروسته د اروپایی اتحادیې د انفعالي څرګندونو په غبرګون کښې وویل: دغه اتحادیه د نړیوالو قوانینو په نسبت خپلو ګټو ته ترجیح ورکوي.

په بروکسل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په ایکس ټولنیزه شبکه (پخواني ټویټر) کې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي: پر ایران باندې د اسرائیلي رژیم د برید په غندلو کې د اروپايي ټولنې دریځ ډیر کمزوری دی.

د پارس ټوډی په وینا په دغه پیغام کښې زیاته شوې ده: دغه دریځ ښیی چې اروپایي اتحادیه او د هغې غړی هیوادونه خپلو تنګ نظره ګټو ته په نړیوالو قوانینو او د تش د نامې قانون پراساس نظام ته ترجیح ورکوي.

له دې مخکې اروپایی اتحادیې د یوې بیانیې په خپرولو سره د ایران پرضد د صهیونیسټ رژیم د تیریو په غندلو سره د کړکیچ د زیاتیدا د مخنیوی لپاره له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې وه .

د ویلو ده چې له هر ډول بلاغواړي اقدامه د ډډه کولو په هکله جنایتکار او غیرقانوني صهیونیسټي رژيم ته د ایران د اسلامي جمهوریت د تیرو خبرداریو سره سره، دغه جعلي رژيم وړمه شپه په یو شخړه جوړونکي اقدام کښې په تهران، خوزستان او ایلام ولایتونو کښې په ځینو پوځي سیمو بریدونه وکړل.

د ایران د دافع هوا د عامه اړیکو د خبرتیا له مخې، د دغو بریدونو له امله د ایران ځینو سیمو ته ډیر محدود زیان اوښتی دی.