ایران: د اسرائیلو رژیم د امریکې د بې قیدوشرطه ملاتړ په وجه هم سپين سترګې شوی دی
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي وویل، له اسرائیلي رژیم سره د امریکې بې قیدوشرطه ملاتړ او د امنیت شورا د یوې دایمي غړې په توګه د هغې د دندو په اجرا کولو کې د خنډونو اچولو، دغه رژیم د خپلو جنایتونه او تیريو په جاري ساتلو کښې لاسپين سترګې کړی دی.
سحاب شبکې د ایرنا په حواله لیکلي چې امیر سعید ایرواني د امنیت شورا په غونډه کښې په ایران باندې د صهیونیسټي رژیم د تیري په هکله زیاته کړه: د ایران خلاف د اسرئیلو د رژيم تیری د هغه بې حده خوندیتوب او تیري د لاپراخ او دوامداره لړۍ یوه برخه ده چې د اسرائیلو رژيم ورته د سیمې د بې ثباته کولو لپاره دوام ورکوي.
ایرواني ټینګار وکړ چې د اسرائیلو د رژیم غلیمانه اقدامات د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتو د منشور په تیره بیا د حاکمت او ځمکنۍ بشپړتیا او د هیوادونو د حاکمیت خلاف د زور په کارولو سره د ګواښ د ممنوعیت د اصل خطرناکه او څرګنده خلاف ورزي ده.
په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت، د سیمه ایزو شخړو او د صلحې او ثبات د پياوړتیا د حل لارې په توګه تل د ډیپلماسۍ لاره غوره کړې ده، څرګنده کړه: ایران د حاکمیت لرونکي هیواد په توګه، دغه تیري ګر اقدام ته په مناسب وخت د ځواب ورکولو لپاره خپل حق چې د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادې مطابق دی، محفوظ ساتي.
د ویلو ده چې صهیونیسټي رژيم د تیرې شنبې په شپه په یو شخړه جوړونکي اقدام کښې د تهران، خوزستان او ایلام ولایتونو په یوشمیر پوځي مرکزونو هوايي حمله وکړه چې د ایران دافع هوا سیسټم ورسره کامیابه مقابله وکړه.