جنوبي افریقا د فلسطین په ملاتړ کښې د ستوري په شان ځلیږي
(last modified Wed, 30 Oct 2024 05:51:29 GMT )
Oct 30, 2024 10:21 Asia/Kabul
  • جنوبي افریقا د فلسطین په ملاتړ کښې د ستوري په شان ځلیږي

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او د ټیلي ويژن ادارې صدا وسیما د بهرنیو خپرونو مسوول «احمد نوروزي» په تهران کښې د جنوبي افریقا له سفیر «صلوحو فرانسیس مولوي» سره په کتنه کښې د ظلم پرضد مبارزې کښې د دواړو هیوادونو ګډو کړچارونو ته په اشارې سره وویل: جنوبي افریقا د فلسطین له خلکو څخه په ملاتړ کښې د ستوري په شان ځلیږي او توانیدلي ده په دې زمینه کښې اغیز شیندونکی رول ولوبوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او د ټیلي ويژن ادارې صدا وسیما د بهرنیو خپرونو مسوول «احمد نوروزي» په تهران کښې د جنوبي افریقا له سفیر «صلوحو فرانسیس مولوي» سره په کتنه کښې په نړیوال ډګر کښې د جنوبي افریقا د مبارزو یادونه وکړه او زیاته یې کړه : نن دلته د ستا کوربه توب او له تا سره کتنه ډیره په زړه پورې ده؛ مونږ له هغې مبارزې سره چې جنوبي افریقا په تیره بیا د جنوبي افریقا د ازادۍ لپاره د مبارزې ارواښاد مشر نیلسن مانډیلا» کړي ده د پیوستون احساس کوو.

احمد نوروزي د ظلم پرضد د ایران او د جنوبي افریقا ګډو کړچارونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: نن سبا جنوبي افریقا د فلسطین له خلکو په ملاتړ کښې د ستوري په شان ځلیږي او دغه هیواد توانیدلی دی چې په دې زمینه کښې اغیز شیندونکی رول ولوبوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او د ټیلي ويژن ادارې صدا وسیما د بهرنیو خپرونو مسوول« احمد نوروزي» په دوام کښې وویل دنیا باید د فلسطین په غزې تړانګه کښې د روانو پیښو او دغه راز په هغه څه چې په لبنان کښې روان دي وشرمیږي ځکه چې نړۍ د اسرائیلو رژیم د جنایتکارانه اقداماتو په هکله چوپتیا غوره کړي ده.

په تهران کښې د جنوبي افریقا سفیر«صلوحو فرانسیس مولوي»  هم په دغه کتنه کښې په تیرو کلونو کښې د دواړو هیوادونو ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل: د ایران او د جنوبي افریقا د اړیکو مخینه مخکې کلونو ته ورګرځي او هغو د عدالت او د ازادۍ لپاره له مبارزې بڼه خپله کړي ده پر دې اساس مونږ به  د جنوبي افریقا د هیواد په توګه تل د هغه مهم رول چې ایران هیواد او د هغه خلکو د ازادۍ لپاره زمونږ په مبارزې کښې لوبولی دی قدردان وو.

 

هغه د انصاف نړیوالې محکمې ته له صهیونیسټ رژيم څخه د جنوبي افریقا شکایت ته په اشارې سره وویل: که اسرائیل وغواړي او که ونه غواړي چې د موقته اقداماتو پیروۍ وکړي؛ په دې زمینه کښې به زمونږ هڅې بندې نشي  او مونږ په کلکه باوري یوو چې عدالت به بریالی شي.

 

ټیګونه