د ماشومانو او ځوانانو د تياتر نړيوال فيستيوال پيل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i153818
پارس ټوډی – د ایران د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د تیاتر ۲۹م نړیوال فیستیوال د دغه هېواد په همدان ښار کې پیل شو.
(last modified 2024-11-02T08:05:20+00:00 )
Nov 02, 2024 12:34 Asia/Kabul
  • د ماشومانو او ځوانانو د تياتر نړيوال فيستيوال پيل شو

پارس ټوډی – د ایران د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د تیاتر ۲۹م نړیوال فیستیوال د دغه هېواد په همدان ښار کې پیل شو.

د ایران د ماشومانو او ځوانانو د تیاتر ۲۹م نړیوال فیسټیوال د جمعې په ورځ د ایران د هنرمندانو او د ازبکستان، ارمنستان، عراق، برازیل، ترکیې او روسیې د شپږو نړیوالو ډلو په شتون سره په همدان کې پیل شو.

د پارس ټوډی د خبر له مخې؛ د همدان ښاروال سید مسعود حسیني په دې مراسمو کې وویل: دا پرانسته په ښه ډول د ماشومانو او ځوانانو له هرکلي سره مخ شوه، چې د قناعت وړ عمل دی.

حسیني همدا راز د فلسطین او لبنان له ماشومانو سره خپله خواخوږی څرګنده کړه او ویې ویل: د غزې او لبنان ماشومان د سولې او امنیت هیله لري او تمه یې وښوده چې د یادو هېوادونو د ماشومانو هیلې هم ژر پوره شي.