عراقچي: اروپایانو د ایټمي مذاکراتو پیلولو ته ګروهنه څرګنده کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i154358-عراقچي_اروپایانو_د_ایټمي_مذاکراتو_پیلولو_ته_ګروهنه_څرګنده_کړې_ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې دمګړۍ د اروپايي هیوادونو له خوا دوباره د ایټمي مذاکراتو پیلولو ته لیوالتیا ښودلې ده، وویل: احتمال شته چې دا کار ډیر زر پیل شي.
(last modified 2024-11-17T03:30:07+00:00 )
Nov 17, 2024 07:58 Asia/Kabul
  • عراقچي: اروپایانو د ایټمي مذاکراتو پیلولو ته ګروهنه څرګنده کړې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې دمګړۍ د اروپايي هیوادونو له خوا دوباره د ایټمي مذاکراتو پیلولو ته لیوالتیا ښودلې ده، وویل: احتمال شته چې دا کار ډیر زر پیل شي.

«سیدعباس عراقچي» په ټیلیویژني مرکه کښې، په دې خبرې سره چې تهران هرې سناریو ته چمتووالی لري، زیاته کړه: د ایران ایټمي لاره به په راتلونکي یو کال کښې حساسه او پيچلې وي او هر ټکي ته چمتووالی شته دی.

عراقچي د خپلو سیمه ایزو سفرونو په هکله هم څرګنده کړه: ضروري وه چې د لبنان د حزب ا... د عمومي منشي سید حسن نصر ا... له شهادته په وروسته حالاتو کښې له مقاومته د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ یوه ننداره وښایو او په ډګر کښې په شتون سره، د مقاومت په جبهې کښې خپلو دوستانو او حزب ا... ته دا ډاډ ورکړو چې د ایران اسلامي جمهوریت همهاه شان د مقاومت ملاتړی دی او په ځان باندې یې اعتماد دوباره راژوندی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې په لویدیځې آسیا کښې د صهیونیسټي رژیم د ګواښونو خلاف یوه ګډه پوهه او ګډه اندیښنه رامینځته شوې ده، څرګنده کړه: په ریاض کښې د عربو او اسلامي هیوادونو په سرمشریزونو کښې مو د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له خوا دغه غندنه ولیدله.

د ایران خارجه وزیر په ملګرو ملتو کښې د ایران له استازي سره د ایلان ماسک د ملاقات د ادعا په هکله هم وویل: داسې هیڅ کتنه نه ده شوې او دا د امریکايي رسنیو لخوا یوه پروپاګنډا وه.

ښاغلي عراقچي د امریکې د حکومت د کابینې د انتخابونو په هکله هم څرګنده کړه: ایران خپل سیاستونه، خپلو ګټو ته په پام سره برابروي او دې خبرو ته ډیر اهمیت نه ورکوي.