ایران اروپایي ټروییکا ته کومه خبرداري ورکړه؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i154366-ایران_اروپایي_ټروییکا_ته_کومه_خبرداري_ورکړه
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهووریت د ایټمي انرژیو د سازمان مشر اروپایي ټروییکا ته د خبرداری په ورکولو سره، د ایران په خلاف د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس د واکمنو له خوا د هر ډول سیاسي اقدام په هکله وویل: د ایران په خلاف د پریکړه لیک صادرېده، د تهران لپاره په طبیعي توګه دا حق رامینځته کوي چي ورسره د مقابلې لپاره اقدام وکړي.
(last modified 2024-11-17T04:35:40+00:00 )
Nov 17, 2024 09:04 Asia/Kabul
  • ایران اروپایي ټروییکا ته کومه خبرداري ورکړه؟

پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهووریت د ایټمي انرژیو د سازمان مشر اروپایي ټروییکا ته د خبرداری په ورکولو سره، د ایران په خلاف د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس د واکمنو له خوا د هر ډول سیاسي اقدام په هکله وویل: د ایران په خلاف د پریکړه لیک صادرېده، د تهران لپاره په طبیعي توګه دا حق رامینځته کوي چي ورسره د مقابلې لپاره اقدام وکړي.

په داسي حال کې چي د ایټمي انرژیو د نړیوالې ادارې مشر رافائل ګروسي، په تهران کې د همکاریو د دوام لپاره له ایراني چارواکو سره د خبرو اترو او د اختلافي ټکو د هوارولو لپاره هلې ځلې کولې، ځینو رسنیو د عربي ډیپلماټانو په حواله، د ایټمي انرژیو د واکمنو د شورا په راتلونکې غونډه کې د ایران په خلاف د پریکړه لیک د صادرولو لپاره، د جرمني، فرانسې او انګلیس د هڅو خبر ورکړي دي. د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په تهران کې له رافائل ګروسي سره د کتنې پر مهال، د ایټمي انرژیو له نړیوال اژانس سره د ان پي ټي په چوکاټ کې د همکاریو د دوام لپاره د چمتووالې د ښودلو په ترڅ کې، د هر ډول سیاسي فشار د پایلو په هکله خبرداری ورکړ.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایټمي انرژیو د نړیوالې ادارې له مشر رافائل ګروسي سره په کتنه کې وویل: هغه څه چي د ایران اسلامي جمهوریت په ایټمې ټکنالوژیو کې لټوي، د ایټمي انرژیو د نړیوالې ادارې د قانون او چوکاټ په دننه کې دي.

د ایران ولسمشر په دغه کتنه کې زیاته کړه: مونږ لکه څنګه چي له دې مخکې هم په کراتو خپل ښه نیت ثابته کړی دی، د شک او شبهاتو د له مینځه وړلو په لړ کې د ایټمي انرژیو د نړیوالې ادارې له څار سره، د همکاریو د دوام لپاره خپل چمتووالې اعلانوو، هغه هم په داسي حال کې چي نړۍ دې نتیجې ته رسېدلې ده چي اسلامي ایران په نړۍ کې د سولې او امنیت په لټه کې دی.

پزشکیان د برجام په ایټمې نړیوالې هوکړې کې د اروپایانو او د امریکا تېروتنو او خلافورزیو ته په  اشارې سره وویل: د ایټمي انرژیو د نړیوالې ادارې د راپورونو له مخې، مونږ د یادې هوکړې په چوکاټ کې په خپلو ټولو هوکړو عمل کړی دی لیکن دا امریکا وه چي په یوه اړخیزه توګه له برجام څخه ووته او د هوکړې دوام یې ناممکنه کړه.

د ایټمي انرژیو د نړیوالې ادارې مشر په دغه کتنه کې د ایران له سوله غواړې او متحد کوونکی دریځ په ستاینې سره، د ایټمي انرژیو د نړیوالې ادارې او ایران تر مینځ ښو اړیکو باندې بحث وکړ او وویل:  مونږ په دې باور یو چي ستاسو د ولسمشری پړاو به د ایران او د ایټمي انرژیو د نړیوالې ادارې تر مینځ د ښو اړیکو زمینه له مخکې نه زیاته برابروي.

ګروسي همداشان په ایکس پاڼه کې د ایران له ولسمشر پزشکیان سره، د خپلې کتنې په هکله ولیکل: له پزشکیان سره ملاقات زما د سفر مهمه برخه وه او د ایران له نوی حکومت سره د خبرو یو فرصت وو، څو د هغه لیدلورې واورم او د نړیوالې سویې یو تر ټولو سترې ننګونې په هکله خپل نظرونه ورسره شریک کړم.

حقیقت دا دی چي د ایران د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو په هکله ځینې ادعاوې هغو مواردو ته ورګرځي چي د برجام د ایټمي هوکړې په مذاکراتو کې هوارې شوې وې، لیکن له برجام څخه د امریکا له وتلو وروسته، او د ایټمي انرژیو په نړیوالې ادارې باندې د صهیونیستانو په فشار سره، یو ځلې بیا د ایران د ګرم بللو او فشار په موخه، یاد موضوعات د ایټمي انرژیو د نړیوالې ادارې له خوا مطرح شوي دي.

سره له دې چي د ایټمي انرژیو نړیواله اداره د مسلکي او تخنیکي کړچار پر ځای سیاسي چلند کوي، بیا هم د ایران اسلامي جمهوریت د هغو ادعاو د هوارولو لپاره چي له دې مخکې حل شوې وې، د ایټمي انرژیو له نړیوالې ادارې سره یې د همکارۍ لاره په مخه اخیستې ده لیکن غربي هیوادونو لاهم د ایران او د ایټمي انرژیو د نړیوالې ادارې تر مینځ د همکاریو په بهیر کې د خنډ د اچولو پسې دي څو ورڅخه په ایران باندې د فشار د اوزار په توګه کار واخلي.

د ایران خارجه وزیر سید عباس عراقچي په دې اړه رافائل ګروسي ته وویل: د مذاکراتو ماسېوا، هیڅ منقي لاره نه شته، د مقابلې او ټکر لاره مخکې ازمویل شوې ده، که ستاسو او د غربیانو دا غوښتنه وي، بیا هم د ټکر لاره ازمویلایشئ، مخکې مو هم پریکړه لیکونه د ایران په خلاف صادر کړي وو، نه یوازې د ستونزو سره مرسته نه وکړه بلکې د ستونزو د لا پېچلتیا لامل شو او د غربیانو لپاره یې نورې اندېښنې هم رامینځته کړې. د ټکر لاره د هیچا په ګټه نه ده، باید همکاریو ته پام وشي، مونږ ملګرتیا ته تیار یو او هیلمن یو چي مقابل لورې هم منطقي سیاست غوره کړي.

د ایران د ایټمي انرژیو د سازمان مشر محمد اسلامي هم په ګروسي سره په ګډه خبري ناسته کې خبرداری ورکړ: د ایران په ایټمي فعالیتونو کې هر ډول پرېکړه لیک به د ایران له سملاسي ځواب سره مخ شي، هغوی په ځلونو دا تجروبه کړې ده ایران به هیڅکله فشارونو ته تسلیم نه شي او خپل فعالیتونه به د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې مخته یوسي.