ټول پردي ځواکونه باید له لویدیځې اسیا سیمې ووځي
(last modified Thu, 28 Nov 2024 06:44:44 GMT )
Nov 28, 2024 11:14 Asia/Kabul
  • ټول پردي ځواکونه باید له لویدیځې اسیا سیمې ووځي

پارس ټوډی –د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان امیر البحر «شهرام ایراني» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ټول پردې ځواکونه باید له لویدیځې اسیا سیمې ووځي وویل:

پردي ځواکونه یوازې د سیمې د ملتونو په وړاندې تکریم او احترام سره باید دلته راشي.

هغه د ایران د سمندري ځواک قدرت ته په اشارې سره وویل : د ایران د پوځ سمندري ځواک په هغو سمندري اوبلارو کښې چې هلته سمندي ترهګرې پیښې یا ګواښونه دود دي د ګواښ ، د بایکاټ او د دسیسې له شرایطو سره له مخامخ کیدا سره په سمندر کښې قدرتمن او  مقتدرانه شتون لري او دغه موضوع د نړۍ د قدرتونو د پوښتنې او د حیرانتیا سبب شوي ده.

پارس ټوډی سایټ راپور ورکړی د ایران د پوځ د سمندري ځواک قومندان امیر البحر شهرام ایراني د سمندر په ډګر کښې د فعالیت ضرورت پیوستون وباله او زیاته یې کړه: په سمندر کښې کار عمومي دی او دغه پیوستون د یوزړه توب سبب کیږي او  یوزړه توب او په ګډه کار کول به ځان پسې ولري.

هغه دغه راز په بیلابیلو حوزو کښې د ایران د پوځ د سمندري ځواک فعالیتونو ته په اشارې سره وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ سمندري ځواک به زر  په زاګرس او کردستان نویو کشتیو او نویو لاجیسټیکي بې پایلوټه الوتکو، له ځمکې څخه نیغ په نیغه هوا ته  ویشتل کیدونکو توغندیو او لرواټنه بې پایلوټه سمندري اوبتلونو باندې سمبال شي.