په مشهد کې د ایکو غړو هېوادونو د کارپوهانو غونډه پیل شوه
تهران راډیو ـ د ایران په شمال ختیځ کې د رضوي خراسان ولایت په مشهد ښار کې د اقتصادي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د کارپوهانو د ۲۸مې دورې غونډه نن پیل شوه.
تهران راډیو د تاجک ژبې اژانس څخه خبر تر لاسه کړ، چې د ایران په شمال ختیځ کې د بهرنیو چارو د وزارت د نمایندګۍ د دفتر مشر احمد معصومي فر وویل: دا غونډه د ایکو د عمومي منشي او د غړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د اجنډا د چمتو کولو په موخه جوړه شوه.
په تهران کې د ایکو د غړو هېوادونو د کارپوهانو او سفیرانو په ګډون، تر اوسه د تاجکستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیران او د ایکو سازمان عمومي منشي مشهد ته رسېدلي دي.
د ايکو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه سبا د سه شنبې په ورځ په مشهد ښار کې پیل کېږي.
ایران، پاکستان، ترکیه، افغانستان، تاجکستان، اذربایجان، قزاقستان، ترکمنستان، قرغزستان او ازبکستان د اکو د اقتصادي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه دي.