ایران د اونۍ په هینداره کښې
د مهربان او بخښونکي الله په نامه او تاسو ګرانو اوریدونکو ته د سلامونو په ویلو سره، ستاسو په خدمت کښې یو او غواړو چې «ایران په تیره اونۍ کښې» نومې لیکنه درته وړاندې کړو.
ملګرو د تیرې اونۍ په چارشنبې، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د مختلفو پرګنو د زرګونو خلکو په کتنه کښې، د سوریې د پيښو د مختلفو اړخونو په بیانولو او په دغه هیواد کښې د ایران د شتون د منطق په انځورولو سره، د سیمې د راتلونکي بهیر تشیرح او د سوریې د پيښو درسونو او عبرتونه بیان کړل او ټینګار یې وکړ: دا پيښې د یو امریکايي او صهیونیسټي پلان نتیجه ده او د مقاومت پراختیا به د دباونو او جنایتونو په وړاندې د لازیاتې انګیزې او پياوړتیا په موندلو او د خدای په مرستې او قدرت سره به ټوله سیمه ونیسي.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د سوریې په پیښو کښې د دغه هیواد د یو ګاونډي حکومت څرګند رول ته په اشارې سره وویل: سره له دې، داسې ګڼ شواهد شته چې ښودنه کوي اصلي دسیسه پال، پلانونکی او د حکم ورکولو مرکز، امریکا او صهیونیسټي رژيم دي.
دوي د سوریې له وروستیو پيښو سره د صهیونیسټانو او امریکایانو چلند یو ثبوت وباله او زیاه یې کړه: که د سوریې د پيښو پلان دوي نه و جوړ کړی نو ولې د نورو هیوادونو په اپوټه غلي کښې نه ناستل او د سوریې د سل هاؤ بیخ بناو، هوايي ډګر، تحقیقاتي مرکزونو، د پوهانو د روزنې د مرکزونو او د دغه هیواد د نورو سیمو په بمبارولو سره یې په روانو پيښو کښې په عملي توګه دخالت وکړ؟
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د پیښو په اولو یو دوو ورځو کښې د سوریې په ۷۵ ځایونو د حملې په هکله د امریکې سرکاري اعلان ته په اشارې سره وویل: صهیونیسټانو هم د سلهاؤ ځایونو په ویشتلو سره د سوریې ځینې سیمې ونیولې او خپل ټانکونه یې دمشق ته نزدې کړل او امریکا چې د نورو هیوادونو د ډیرو وړو سرحدي پيښو په اړه ډیر حساسیت څرګندوي، نه یوازې هیڅ اعتراض نه کوي بلکې مرسته یې هم ورسره کړې ده. آیا دا حقیقتونه د سوریې په پيښو کښې د هغوي د لاس لرلو نښې نه دي؟
معظم رهبر د سوریې په پيښو کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم د لاسوهنې د یو بل ثبوت په وضاحت کښې وویل: په دې وروستیو ورځو کښې ټاکل شوې وه چې د سوریې د یوې سیمې په تیره بیا د زینبیه سیمې خلکو ته ځینې مرستې او امکانات واستول شي خو صهیونیسټانو ټولې ځمکنۍ لارې بندې کړې او د امریکې او صهیوني رژیم الوتکو په پراخو الوتنو سره پرې نښودل چې دغه مرستې د هوا له لارې هم منتقلې شي. که هغوي د دې مسئلې رامینځته کونکي نه وي او د مختلفو ترهګرو یا وسله والو ډلو ترشا له سوریې سره نه جنګیږي نو ولې د سوریې له خلکو سره د مرستې مخه نیسي؟
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د هغو یرغلګرو اهداف چې د شمال او جنوب څخه د سوریې د خاورې د نیولو په لټه کښې دي، بیل وبلل او زیاته یې کړه: په دې منځومان کښې امریکا د خپلې پښې د کلکولو په تکل کښې ده خو وخت به وښايي چې هیڅ یو، خپلو موخو ته نه رسي او شک نشته چې د سوریې نیول شوې سیمې به د سوریې د غیرتي ځوانانو په لاس آزادې شي.
دوي د سیمې د راتلونکو بدلونونو د بهیر په انځورولو کښې، په دې ټکي باندې په تاکید سره چې امریکا به په الهي توفیق سره د مقاومت د جبهې په لاس له سیمې ووځي، وویل: د استکبار عوامل فکر کوي چې د مقاومت جبهه د سوریې د حکومت له نسکوریدو وروسته چې د مقاومت پلوي وه، کمزورې شوې ده خو سخت تیروتي دي، ځکه چې مقاومت او د مقاومت جبهه یې سمه نه ده پيژندلې.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمایل: مقاومت یو داسې هارډویر او اوزار نه دی چې مات او دړې وړې شي بلکې مقاومت یو ایمان، تفکر، اعتقادي مکتب او د زړه فیصله ده. په هم دې وجه مقاومت په دباو سره لا پياوړی کیږي او د خیانتونو په لیدو د هغه د کسانو او عناصرو انګیزه لاسختیږي او لمن به یې نوره هم پراخه شي.
امام خامنه اي ټینګار وکړ: د سوریې غیرتي ځوانان به خامخا راپورته شي او په اودریدنې او حتی د تلفاتو په ورکولو سره به په دې حالت برلاسي شي، لکه څنګه چې د عراق غیرتي ځوانان د امریکې په لاس د خپل هیواد له نیواک وروسته، زمونږ د ګران شهید په قومندانۍ او مرستې سره وتوانیدل دښمن له خپل کور او سړکونو وباسي. البته دا کار په سوریه کښې ممکنه ده چې ډیر وخت واخلي خو نتیجه یې حتمي او جوته ده.
*/*/*/*/
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: د صهیونیسټي رژیم د تیریو او د سوریې د خرابي د مخنیوي لپاره د سیمې د هیوادونو سمدستي او اغیزناک راپورته کیدل ضروري دي.
سید عباس عراقچي د تیرې پنجشنبې په شپه وویل: صهیونیسټي رژیم په سوریې کښې تقریباً ټولې دفاعي او غیرپوځي بیخ بناوې له مینځه وړې دي. دغه رژيم همداشان د امنیت شورا د ۳۵۰ پریکړه لیک او د ۱۹۷۴ کال د موافقې په خلاف ورزۍ سره، د سوریې د خاورې لاډیرې سیمې نیولې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: دا په داسې حال کښې دي چې د ملګرو ملتو امنیت شورا چې د هیر غیرقانوني تیري د بندولو اصلي مسئولیت یې په غاړه دی، د امریکې د خنډ اچونو په وجه په یو داسې تماشه چي بدله شوې چې لاس او پښې یې تړل شوي وي.
ښاغلي عراقچي ټینګار وکړ: د سوریې ګاونډیان او عربي او اسلامي نړۍ او په حقیقت کښې د ملګرو ملتو هر غړی هیواد چې د قانون حاکمیت، د ملګرو ملتو د منشور بنیادي اصولو او نړیوالو حقوقو ته اهمیت ورکوي، بې تفاوته نه شي پاتې کیدې.
په هم دې لړ کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر تیره پنجشنبه د قطر له وزیراعظم او د دغه هیواد له خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني سره په ټیلفوني تماس کښې، د سوریې په بدلونونو باندې په تمرکز سره د سیمې د بدلونونو او د ګډې دلچسپۍ وړ موضوعاتو باندې خبرې او د نظر تبادله وکړه.
د ایران او قطر خارجه وزیرانو د سوریې په بیخ بناؤ باندې د صهیونیسټي رژيم د بریدونو په بندیدو او د دغه هیواد د نورو سیمو د نیواک په مخنیوي ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداشان تیره پنجشنبه د متحده عرب اماراتو له مرستیال وزیراعظم او خارجه وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره په سوریې باندې په تمرکز سره د سیمې د بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.
دواړو لورو په دغو خبرواترو کښې د سوریې نوي وضعیت ته په پام سره د دغه هیواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا او همداشان د امنیت او ثبات په ساتنې تاکید وکړ. هغوي همداشان په سوریې باندې د صهیونیسټي رژيم د ځمکنیو او هوايي بریدونو بندیدل، ضروري وبلل.
*/*/*/
په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دائمي استازي امیر سعید ایرواني په ایران کښې د څه باندې شپږ میلیونه افغان کډوالو شتون ته په اشارې سره وویل: ایران په کال کښې څه باندې ۱۰ میلیارډه ډالر د دغو کډوالو د اړتیاؤ په پوره کولو لګوي حال دا چې د نړیوالې ټولنې له خوا مو پوره ملاتړ نه کیږي.
هغه د افغانستان د حالاتو په اړه د امنمیت شورا په توجیهي غونډې کښې ټینګار وکړ چې ایران، له افغانستان سره د فعال تعامل د دودولو لپاره په سیمه ایزو نوښتونو ژمن دی.
«امیر سعید ایرواني»تیره پنجشنبه په دغې غونډې کښې وویل: د افغانستان ننګونې د پام وړ دي خو د باور رامینځته کونې او د ثبات د پياوړتیا لپاره په ګام په ګام او غږملې کړنلارې سره، د برلاسي وړ دي. هغه زیاه کړه: ایران ژمن دی چې د افغانستان له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې بیارغونې ملاتړ وکړي او د دغه هیواد د خلکو د روښانه راتلونکي او د سیمه ایزې صلحې او امنیت د زیاتولو لپاره کوشش وکړي.
له بلې خوا په ملګرو ملتو کښې د روسیې سفیرې هم امنیت شورا ته په یو لیک کښې، د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام خلاف د لویدیځو هیوادونو سیاسي کړنلارې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د ایټمي موافقې د اختلاف د هواري له لارې چارې د ناوړه استفادې لپاره د بریطانیې، فرانسې او جرمني په شمول د دریو لویدیځو هیوادونو هلې ځلې، غیرقانوني دي.
په نیویارک کښې د ملګرو ملتو لپاره د روسیې سفیرې واسیلی نبنزیا د امنیت شورا عمومي منشي او غړو ته د یو لیک په لیږلو سره، دغه درې اروپايي هیوادونه او امریکا، د برجام د اوسنیو حالاتو او د دغې موافقې د احیا لپاره د هلوځلو د ناکامۍ مسئول وبلل.
هغې د اروپايي ټرائیکا او امریکې له خوا د ایټمي موافقې او د ۲۲۳۱ پریکړه لیک بیابیا خلاف ورزۍ ته په اشارې سره وویل چې ایران په مختلفو موقعو، د ایټمي موافقې د لویدیځو لورو له خوا د متقابل اقدام په بڼه کښې، برجام ته ستنیدو ته چمتووالی اعلان کړی دی خو اروپايي لوري او امریکا په خپلو ژمنو عمل نه کوي.
د ایران د خارجه وزارت حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبآبادي، د صلحې د نوبل انعام په غونډه کښې، د صهیونیسټي رژیم د ایټمي وسلو په هکله د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د مشر مدیر رافائل ګروسي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کښې ټینګار وکړ: یوازې اقرار کافي نه دی، هغه باید د دغه جنایتکار رژیم په لاسو کښې د داشان وسلو شتون وغندي او د هغو د له مینځه وړلو او همداشان د وسلو د نه خپراوي په تړون کښې د دغه رژیم د شاملیدو غوښتنه وکړي.
غریب آبادي په ایکس کښې په خپل رسمي اکاونټ ولیکل: دا چې د آژانس مشر منشي په اول ځل په اسرائیلو کښې د ایټمي وسلو په شتون اقرار کړی، ډیره مهمه او د پام وړ موضوع ده البته دغه اعتراف، د آژانس دنده ډیره سختوي.
*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی