په ایران کې د پوه بنسټه او ټیکنالوجیکي محصولاتو دیرش فیصده وده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155272-په_ایران_کې_د_پوه_بنسټه_او_ټیکنالوجیکي_محصولاتو_دیرش_فیصده_وده
پارس ټو ډی : د ایران د علومو ، څیړنو او ټکنالوژۍ وزیر اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د علمی او ټیکنالوجیکي تولیداتو ۳۰ سلنه وده کړې ده.
(last modified 2024-12-14T05:27:24+00:00 )
Dec 14, 2024 09:53 Asia/Kabul
  • په ایران کې د پوه  بنسټه او ټیکنالوجیکي  محصولاتو دیرش فیصده  وده

پارس ټو ډی : د ایران د علومو ، څیړنو او ټکنالوژۍ وزیر اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د علمی او ټیکنالوجیکي تولیداتو ۳۰ سلنه وده کړې ده.

د ایران د علومو ، تحقیق او ټکنالوژۍ وزیر حسین سیمی صراف د تحقیق د لاسته راوړنو او د ټکنالوژۍ د بازار د ۲۵م نندارتون د پرانستلو په څنډه کښې وویل: د وړاندې شویو احصائیو له مخې په ایران کښې د تکنالوجۍ او علمی تولیداتو اندازه  ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د ایران د (ایسنا)  د خبری آژانس د خبر له مخې، حسینی سیمی صراف زیاته کړه: دا نندارتون د ویاړ سرچینه ده او د پرمختللو لاسته راوړنو په وړاندې کولو او ښودلو سره زمونږ د ملی ویاړ لوړوی.

د ایران د علومو ، تحقیق او ټکنالوژۍ وزیر څرګنده کړه: په علمی فعالیتونو سره د ایران د اومو  موادو صادرات تخنیکی محصولاتو ته رسیدلی دی او له دې امله د خوښۍ ځای دی.

د یادولو وړ ده چې د « تجهیزاتو، لابراتوارۍ موادو او پرمختللو ازمایښتونو او ټیسټونو » دولسم نندارتون د جمعې په ورځ د تهران د نړیوال نندارتون په مرکز کې پیل شو او ټاکل شوې چې د څلورو ورځو لپاره د سیلانیانو کوربه وي. په ایران کې د لابراتوار تجهیزاتو تولید د 278 پوهه او تخنیکي شرکتونو لخوا وړاندیز شوي محصولات په 14 برخو کې طبقه بندي شوي چې پکې د تیلو، ګازو، پیټرو کیمیکل، بریښنا، الکترونیک، سافټویر او سمیلیټر، ملکي او ساختماني او نور شامل دي.

 

کلیدي کلمې: د ایران علمي پرمختګ، د ایران لاسته راوړنې، له ایران څخه د تخنیکي محصولاتو صادرات، ایراني پوه بنسټه  شرکتونه.