د سوریې د زیربناوو د ویجاړولو لپاره زمینه برابروونکي باید حساب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155420
د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل: هغو کسانو چې د سوریې د بنسټیزو تاسیساتو د ړنګېدو زمینه برابره کړه او د امریکا او صهیونیسټي رژیم د فکر په کوټې کې لاس وو، باید د مسلمانانو او خپلو ولسونو پر وړاندې حساب ورکړي.
(last modified 2024-12-21T01:50:39+00:00 )
Dec 21, 2024 06:18 Asia/Kabul
  • د سوریې د زیربناوو د ویجاړولو لپاره زمینه برابروونکي باید حساب ورکړي

د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل: هغو کسانو چې د سوریې د بنسټیزو تاسیساتو د ړنګېدو زمینه برابره کړه او د امریکا او صهیونیسټي رژیم د فکر په کوټې کې لاس وو، باید د مسلمانانو او خپلو ولسونو پر وړاندې حساب ورکړي.

د تهران د جمعې لمانځه موقت خطیب حجت الاسلام "سید محمد حسن ابو ترابي فرد" وویل: اسرائیلي رژیم چې د لبنان په سویل کې د اسلامي مقاومت په مقابل کې د خپلو پوځي اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی، د خپلو ناکامیو د بهیر بندولو لپاره، د امریکا او د سیمې د ځینو هېوادونو په همکارۍ، له تاوتریخوالي څخه په استفادې سره، بې دفاع سوریه یې له بې رحمه یرغل سره مخ کړې ده.

ابو ترابي فرد زیاته کړه: د صهیونیسټي ځناور رژيم جنایتونه به د مقاومت د محور، د  زړورو ځوانانو په تېره بیا د سوریې او فلسطین د زړورو ځوانانو هوډ او اراده له دغه رژیم سره د مقابلې لپاره دوه برابره او تر ټولو پیاوړي ځواکونه به ډګر ته وباسي او د نیول شویو سیمو د خلاصون په اړه به هغه څه چې  ستر رهبر ویلي دي، هغه به خامخا وشي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همدارنګه وویل: د سوریې د خلکو د ثبات او امنیت راستنېدل، د دغه هېواد د سرحدونو او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه او د امریکا او صهیونیسټانو د ناوړو لاسونو لنډول، د نن ورځې د مسلمانو ملتونو او د ایران د اسلامي جمهوریت له اصلي اندېښنو څخه دي.