ایران قدم په قدم له ترهګرو یې سیمه پاکه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155572-ایران_قدم_په_قدم_له_ترهګرو_یې_سیمه_پاکه_کړه
پارس تودی- د علی لاریجانی په وېنا، د ایران اسلامي جمهوریت د امام خامنه ای په ذیرکانه مشري او شهید سلیماني حضور سره، قدم په قدم، له ترهګرو یې سیمه پاکه کړه.  
(last modified 2024-12-25T07:32:25+00:00 )
Dec 25, 2024 12:01 Asia/Kabul
  • ایران قدم په قدم له ترهګرو یې سیمه پاکه کړه

پارس تودی- د علی لاریجانی په وېنا، د ایران اسلامي جمهوریت د امام خامنه ای په ذیرکانه مشري او شهید سلیماني حضور سره، قدم په قدم، له ترهګرو یې سیمه پاکه کړه.  

د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار علی لاریجاني د سې شنبې په ورځ په دې باندې په ټینګار سره، چي په ایران کې د اسلامي انقلاب بریا په هغه وخت کې د سیمې او د نړۍ تر ټولو مهم بدلون وو، وویل: د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، د تپلې جګې په شان زیات بدلونونه، لکه د امریکا له لورې د عراق او افغانستان اشغال، د لبنان په خلاف د اسرائیلو ۳۳ ورځنۍ جګړه، د سوریې جنګ، په سیمه کې د داعش حضور او د یمن جنګ، رامینځته شول، لیکن ایران د امام خامنه ای په هوښیارانه مشری او شهید سلیماني حضور سره، قدم په قدم له ترهګرو څخه سیمه تصفیه کړه. د پارس تودی له راپور سره سم، لاریجانی زیاته کړه: یاد شوي بدلونونه، د دې سبب شو چي د سیمې هیوادونه د ایران له اسلامي انقلاب څخه په اخیستنې، د بهرنیو نیواکګرو په وړاندې، ودریږي او مقاومتي بهیرونه رامینځ ته شي، یعني کله چي بهرني ولکه بڼه اخلي، د هغه په وړاندې د ولسي مقاومت جوړېدا، نه ګرځېدونکې پایله ده، مقاومت له هغو کرکو او ټپونو څخه جوړیږي چي صهیونیستي رژیم هره ورځ  د دغو هیوادونو د ځوانانو په زړونو کې رامینځته کوي.