د دریو هیوادونو نویو سفیرانو خپل باورلیکونه عراقچي ته وړاندې کړل
له تهران څخه د چک جمهوریت د سفیر له خدای په امانۍ سره هممهاله د کیوبا، سیرالئون او کویت نویو سفیرانو خپل باورلیکونه د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر ته وړاندې کړل.
له تهران څخه د چک جمهوریت د سفیر له خدای په امانۍ سره هممهاله د کیوبا، سیرالئون او کویت نویو سفیرانو خپل باورلیکونه د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر ته وړاندې کړل.
د ایرنا د خبر له مخې، د کیوبا، سیرالئون او کویت نویو سفیرانو پرون مازیګر په تهران کښې د خپل ډیپلماټیک ماموریت په پیل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره ملاقات وکړ او خپل باورلیکونه یې ورته وړاندې کړل.
همداشان د چک جمهوریت تیر سفیر جوزف ریختار په ایران کښې د خپل سفارتي ماموریت په پاې کښې، پرون مازیګر په خارجه وزارت کښې له سید عباس عراقچي سره کتنه او خدای په اماني وکړه.