ایران او روسیه د استراتیژیکو همکاریو یوه هوکړه لاسلیکوي
امریکایي رسنۍ اعلان وکړ چي ایران او روسیه به د ټرامپ د لوړې د مراسمو نه مخکې د استراتیژیکو همکاریو هوکړه لاسلیکوي.
د نیوزویک په راپور کې راغلی دی چي په دې هوکړې سره به د ایران او روسیې همکارۍ رسمي بڼه پیدا کړي او دواړه هیوادونه غواړي په دې کار سره د امریکا او د غربیانو په خلاف یوه واحده جبهه جوړه کړي تر څو په نړیوال ډګر کې د غربیانو له لورې له منزوي کېدو سره مقابله وکړي.
د ایرنا له راپور سره سم، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئی لاوروف هم په دې وروستیو ورځو کې ویلي وه چي تهران او مسکو به ډېر ژر د استراتیژیکو همکاریو یوه هوکړه لاسلیک کړي چي په کښې دفاعي برخه هم شامله ده.
هغه یادونه کړې ده چي دغه هوکړه به د روسیې او ایران د اړیکو د پراختیا په لړ کې په یوه ډېر جدي لامل بدل شي.
دا په داسي حال کې دی چي له دې مخکې د فورن افېرز نشریې هم د ایران او روسیې تر مینځ د همکاریو له زیاتوالې څخه د امریکا د جدي اندېښنو خبر ورکړی وو.