د ایران د نوي دفاعي سیسټمونو آزموینه ترسره کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i156018-د_ایران_د_نوي_دفاعي_سیسټمونو_آزموینه_ترسره_کېږي
پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د هوايي دفاع د ګډې اډې قوماندان وایي، ډېر ژر به د نویو دفاعي سیستمونو ازموینه ترسره کړي.
(last modified 2025-01-07T06:30:57+00:00 )
Jan 06, 2025 10:48 Asia/Kabul
  • د ایران د نوي دفاعي سیسټمونو آزموینه ترسره کېږي

پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د هوايي دفاع د ګډې اډې قوماندان وایي، ډېر ژر به د نویو دفاعي سیستمونو ازموینه ترسره کړي.

هغه زیاته کړې، اوس مهال د پوځ او سپاه پاسدارانو د هوايي دفاع واحدونه د حساسو مرکزونو په شاوخوا کې په نويو او نامعلومو سیستمونو سمبال دي.

جنرال قادر رحیم‌زاده ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به د هوايي مدافعې د مربوطې شبکې تر قوماندې لاندې دغه قطعې د وسله والو ځواکونو د واک د تمرينونو په بڼه د هېواد له اسمان څخه د مستند دفاع تمرينات وکړي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د هوايي دفاع د کډې اډې قوماندان وايي، د دفاعي واحدونو تمرین به پراخ وي او یوازې یوه کوچنۍ برخه به یې د محافظتي ملحوظاتو او د دښمن حیرانتیا اصولو له امله عامه شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت دا تمرینونه چې د تېرې یکشنبې له ورځې راهیسې پیل شوي دي تر دوو میاشتو پورې به دوام ولري.