بقايي: تاجکستان ته د ولسمشر سفیر یوه تاریخي پیښه ده
د ایران د خارجه وزارت ویاند په ۲۰۲۵ کال کښې تاجکستان ته د ولسمشر مسعود پزشکیان اولنی بهرنی سفر، یوه تاریخي پيښه او د اړیکو پراخولو ته د دواړو هیوادونو د هوډ نښه وبلله.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې اسماعیل بقايي، تاجکستان ته د ایران د ولسمشر پروني سفر ته په اشارې سره په خپل ایکس اکاونټ کښې لیکلي دي: د ایران او تاجکستان د مشرانو د عاقلانه او مُشفقانه فیصلو په برکت، د دواړو ولسونو اړیکه له بل هر وخت نه ډیره ښه ده.
د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: د دواړو هیوادونو جرړه او اصالت یو دی او په دې وجه ولسمشر پزشکیان د خپلې ژبې، خپل خیل او خپل کلتور د خلکو ټاټوبي یعنې تاجکستان ته تلی دی.
هغه همداشان تاجکستان ته د ایران د ولسمشر سفر، د دواړو ولسونو په بې سارې اشتراکاتو او پيوندونو باندې په تکیې سره د اړیکو لاپراخولو ته د دغو هیوادونو د مشرانو د هوډ نښه وبلله.
د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د تاجکستان او روسیې د ولسمشر په رسمي بلنه، اول پرون تاجکستان ته لاړ او له هلته نه به روسیې ته لاړ شي.