عراقچي: د ایران او روسیې د معاهدې ماهیت اقتصادي دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د ایران او روسیې ترمینځ د جامع مشارکت سټراټیجک تړون کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو ټول اړخونه شاملیږي، وویل: د دغه تړون ماهیت زیاتره اقتصادي دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د ایران او روسیې ترمینځ د جامع مشارکت سټراټیجک تړون کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو ټول اړخونه شاملیږي، وویل: د دغه تړون ماهیت زیاتره اقتصادي دی.
«سید عباس عراقچي» روسیې ته د ایران د ولسمشر «مسعود پزشکیان»د سفر په دوران کښې د دغو دواړو هیوادونو ترمینځ د ګډ مشارکت د سټراټیجک تړون د جزئیاتو په هکله وویل: ډیر هیله من یوو چې د دې معاهدې په لاسلیک سره به له دې وروسته د اقتصادي، سیاسي او کلتوري وغیره په شان اړیکو کښې په لااسانتیا سره پرمختګ وکړې شو.
هغه په دوام کښې وویل: دا تړون د کلتوري، علمي، قضايي او حقوقي همکاریو او ارتباطاتو وغیره په شان برخو ته هم رسیږي او د دواړو هیوادونو د اړیکو کابو ټول اړخونه په کښې راځي.