راتلونکی به  وښئ چې څو ک کمزوری شوی دی
(last modified Wed, 22 Jan 2025 11:37:16 GMT )
Jan 22, 2025 16:07 Asia/Kabul
  • راتلونکی به  وښئ چې څو ک کمزوری شوی دی

تهران ریډیو ! د اسلامی انقلاب  معظم لارښود  نن د ایران د سلګونو اقتصادی کارکسب رامینځة کونکو ،پانګوالو او فعالانو په ټول کې  د  دښمنانو د توهّم او چټي خیالونه رابرسیره کړل.

زمونږخبریال د رهبرۍ  د دفتر د اطلاع رسونې   له قوله قوله  راپور راکويو حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په دغې کتنې کې  د ایران د کمزوری کیدا په باب  له  توهّم او چټیاتو ډکو ځينو  څرګندونو ته په اشارې سره  وفرمائيل؛  راتلونکی به وښئ چې  څوک کمزوري شوي دي ،هماغه شان چې  صدام  هم  دایران د کمزوري کیدا په چټي خیال سره  یرغلونه پیل کړل او ریګڼ  هم  په همدغه خیال سره  له هغه سره بې اندازې مرستې وکړې ، خو بلاخره  هغه دواړه او دغه راز نوره په لسګونو چټي خیال لرونکي  جهنم ته واصل شول او  دایران اسلامی جمهوریت  ورځ تر بلې وده کړې  چې  دغه  تجروبه  په الهي فضل سره په تکراریدا ده.

 داسلامی انقلاب ستر لارښود د بریکس ډلې پّ څير په ځینو ټولنو کې شتون مهم وباله او  له دغه لوي فرصته  د زیاتره استفادې لپاره  ئې د ایران د  ډيپلوماسۍ  د مسئولانو د فعالیت ضرورت ته پّ اشارې سره زیاته کړه، د بریکس مالی سسټم چې  د غړو هیوادونو په اسعارو سره  مالی  مبادله  ممکنه کوي ، یو مهم ظرفیّت دی.

 دوي  له تجارتي مبادلاتو څخه د ډالرو  هرڅه ممکنه حذفیدا  ضروري وبلله  او وې وئيل؛  دغه کار چې  د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  هم  په دې  پسې دی،   په اقتصادي  فعالیتونو کې  یو مهم  او لوي کار دی ، یو ډير پریکنده او ټاکونکی حرکت دی  او د ایران مرکزي بانک  باید  میدان  د نورو اسعارو د  تخصیص لپاره  پرانیزي ، البته  ترسره کیدا به ئې  عکس العملونه هم ولری ، چې البته  هیواد به  لاپیاوړی کړي.

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود  د  خپلې وینا په یوې بلې برخې کې  د غزې  اوربند او بریالیتوب ،  د مقاومت د ژونديتوب او ژوندي پاتیکیدا  د اټکل پوره کیدنې یوه ښکاره نښه  وبلله او روښانه ئې کړه ،  هغه څه چې  د دنیا  دسترګو په مقابل کې په پيښیدا  دي،  د افسانې په شان دي چې د امریکا په څیر  لوي جنګ  غواړی اورګان انساني مفاهیمو ته له پامه پرته ، خونخوار ، وحشي او ظالم  رژيم ته سنګر تباه  کونکي بمونه ورکړي او هغه بې رحمه او وحشي رژيم  په کورونو او روغتونونو کې  ورباندې  کابو ۱۵ زره ماشومان  ووژني ، خو  خپلې  موخو ته ونه رسیدل شي.

 حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  په دې خبرې په ټينګار سره چې  که د امریکا امکانات نه وائ ، نو صهیونسټي رژيم به په هماغو لومړنیو اونیو کې په ګونډو شوی  ؤ ،ووئیل؛  صهیونیسټي رژیم په تیر یو کال او څو میاشتو کې  هرڅه  ئې کولی شول ، دغزې تړانګې په ډير کم مساحت کې ئې  روغتونونه ، جوماتونه او کلیساګانې بې دریغه بمباري کړې ، جنایتونه ئې وکړل، خو  په نهایت کې ئې  نه یوازې  کومه موخه ترلاسه نه کړئ شوه ،  چې  د دوي تورمخو  اوبدبختو مشرانو  ټاکلې وې ،یعني د حماس  نابودلو او  له مقاومت پرته د غزې  اداره کولو په څیر سپیرو موخو ته ونه رسیدل شول ، بلکې مجبوره شول ،  له هماغه حماس  سره د خبرواترو میز ته کیښني  او د  اور بند لپاره دهغوي شرطونه ومني .

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود د غزې په پيښې کې د مقاومت  بریالیتوب  او تاندوالی  د مقاومت په  شکل کې د بریالیتوب د الهی سنت د تحقق مصداق  وباله او وې وئيل؛ هر چرته چې د خداي  دغوره بندګانو له خوا مقاومت وشي ، نو بریالیتوب حتمي دی.

 دوي  همداراز د د پیشګامان پیشرفت  نومې نندارتون  پرونۍ کتنې ته په اشارې سره هم وفرمائيل؛ دغه نندارتون د ایران د واقعیّتونو یوه واړه شان برخه  نندارې ته وړاندې کړه ، البته په عین حال کې  ښکاره کوي چې  خصوصي برخې   له ډيرو بندیزونو ،دباؤنو او ګواښونو سره سره، ترپام وړ  پرمختګ ترلاسه کړی  او د  هیواد  حرکت مخ په وړاندې دی.