د غزې په نامه د یو نوي ایراني ډرون مخکتنه وشوه
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د هوافضا ځواک، د «اقتدار پيامبراعظم) مانورې په څنډه کښې په یولړ ترکیبي عملیاتو کښې، په اول ځل په غزه نومې توغندي سره اته اهداف په دقیقه توګه ویجاړ کړل.
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د هوافضا ځواک، په هغو ترکیبي عملیاتو کښې چې د «اقتدار پيامبراعظم) مانورې په څنډه کښې ترسره شول، د «غزه» په نوم د یو ستر او سټراټیجک ډرون مخکتنه وکړه.
د دغه ډرون د وزرونو اندازه ۲۲ میټره ده او ۳ زره او ۱۰۰ کیلوګرامه وزن لري. دا ډرون ۳۵ ساعته پرله پسې الوت کوي او چټکتیا یې په ساعت کښې ۳۵۰ کیلومیټره ده.
د غزه په نامه دغه ډرون همداشان لږترلږه ۵۰۰ کیلوګرامه وزن پورته کولې شي او تر زرو کیلومیټرو پورې د ۱۳ بمونو د وړلو وړتیا لري. د دغې بې پایلټه الوتکو عملیاتي شعاع یا ریډیَس، د ۴ زره کیلومیټرو برابر دی.