د ایران پوځ د نویو جنګونو لپاره په ماډرن ټیکنالوجیو سنبال دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i156802-د_ایران_پوځ_د_نویو_جنګونو_لپاره_په_ماډرن_ټیکنالوجیو_سنبال_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان وویل: د ایران پوځ په ساینس او نویو ښکارندو او لاسته راوړنو سره، د ایران د ولس لپاره د امنیت او ارامښت د رامینځټه کولوهڅه کوي.
(last modified 2025-01-28T21:30:14+00:00 )
Jan 29, 2025 01:58 Asia/Kabul
  • د ایران پوځ د نویو جنګونو لپاره په ماډرن ټیکنالوجیو سنبال دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان وویل: د ایران پوځ په ساینس او نویو ښکارندو او لاسته راوړنو سره، د ایران د ولس لپاره د امنیت او ارامښت د رامینځټه کولوهڅه کوي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، جنرال سید عبدالرحیم موسوي د ایران د پوځ د ځمکنیو ځواکونو په امنیتي، یرغلیزو او متحرکو پوځي مشقونو د جنګیالیو په ټول کښې زیاته کړه: هر پوځي دنده لري چې تل او له هر ګواښ سره سم، چې ممکنه ده په راتلونکي کښې ورسره مخامخ شي، بشپړ چمتووالی ولري او په هم دې لړ کښې د ایران د پوځ ځمکنې ځواک، د پلانونو مطابق او په نویو جنګونو کښې له ماډرن ټیکنالوجیو د ګټه پورته کولو په لار کښې، د ایران په شرقي او غربي عمومي سیمو کښې دوه مانورې ترسره کړې.

جنرال موسوي وویل:

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان له پوه بنسټه شرکتونو سره د ورځ په ورځ زیاتیدونکو ملګرتیاو په هکله هم ټینګار وکړ: د ایران د ټولو قواو د مشر قومندان په تابیاو سره، د سایست او ټیکنالوجۍ او تحقیقاتو معاونت او  د پوځ پر ځان بسیاینې د جهاد سازمانونه له کلونو راهیسې له د ایران له پوهنتوني او د متخصصو او پوه بنسټه شرکتونو سره د ملګرتیا زیاتونې په تعامل کښې ډیرې ښې او اغیزناکې پایلې ترلاسه کړې دي. چې په داشان مانورو کښې نندارې ته وړاندې کیږي.