د« اطلاعاتو د ازاد ګردش په نوم دروغ» د حقیقت په وړاندې د لویدیځ د کړچار په اړه د ایت الله خامنه اي لیدتوګي
(last modified Mon, 10 Mar 2025 07:37:44 GMT )
Mar 10, 2025 12:07 Asia/Kabul
  • د« اطلاعاتو د ازاد ګردش په نوم  دروغ» د حقیقت په وړاندې د لویدیځ د کړچار په اړه د ایت الله خامنه اي لیدتوګي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب رهبر حضرت ایت ا... سید علی خامنه ای د اسلامي جمهوریت د نظام بنیاد د قراني اصولو، هیلو، معیارونو او د کتاب او سنت د موخو په بنیاد وباله

او وویل چي په غربي معیارونو باندې تکیه نه شي کېدای ځکه چي د هغوی معیارونه له اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري.

معظم رهبر د شنبې په ورځ د هیواد د جګپورو چارواکو او مسئولینو سره په کتنه کې، د استعمار، د ولسونو د شتمنیو د چور او تالان، یرغلونو، پراخو وژنو او د بشري حقوقو او د ښځو د حقوقو په اړه د دورغجنو ادعاکانو د امله د غربي تمدن رسوایي ته په اشارې سره، ټینګار وکړ چي په لوېدیځو هیوادونو کې د بیان د ازادۍ او معلوماتو ازادۍ یوه دروغجنه ادعا ده، لکه څنګه چي د غربیانو تر واک لاندې په ټولنیزو رسنیو کې د شهید سردار سلیمانی، شهید سید حسن نصرالله، شهید اسماعیل هنیه او ځینو نورو اتلانو د نومونو د اخیستلو امکان نه شته او په فلسطین او لبنان کې د صهیونیستانو په جنایاتو باندې اعتراض په کښې نشو کولای.

هغوی د ایران د حالاتو په هکله د غربي رسنیو د دروغجنو تبلیغاتو یادونه وکړه او وویل: په دغو غربي رسنیو کې په کومه یوه کې، د ایران د علمي پرمختګونو، ولسي لویو غونډو، ولسي بریاو او د اسلامي نظام د لاسته  راوړنو په هکله خبره کیږي؟ په داسي حال کښې  چي همدغې رسنۍ بیا د ایران کمزوري ټکې لس چنده غټوي او تبلیغات پرې کوې.

 

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د دښمنانو او بدغواړو په ناوړه تبلیغاتو سربېره، د ایران د ولس له عزت او سرلوړی څخه د یوه حقیقت په توګه یادونه کړې ده او ویلي دي که مسئولین د نظام د چوکاټ او هویت په رعایتولو سره، په صحیح لورې حرکت وکړي، نو د نورو  ولسونو او چارواکو لپاره بېلګې ګرځېدایشي.

امام خامنه ای: په  عامه  افکارو کې د فشار رامینځته کول د مذاکرې د خبرې تکرار نه د مقابل لورې مقصد دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له خوځندوالې او فعالیت څخه د خوښی په څرګندولو او له ګاونډیانو او نورو هیوادونو سره د اړیکو په پراختیا باندې په ټینګار سره، وویل: د بهرنیو هیوادونو ځینو بدماشانو د مذاکرې په ضرورت ټینګار کوي په داسي حال کې چي له مذاکرې څخه د هغوی هدف د مسائلو هوارېده نه ده، بلکې غواړې له دې لارې خپل حکم او خپلې غوښتنې په مقابل لورې ومني، که مقابل لورې ومنله خو ډېر ښه، او که مقابل لورې ونه منله، نو بیا یې د مذاکراتو په پرېښودلو تورنوي او جنجال رامینځته کوي.

هغه حضرت د ایټمي موافقې  په برخه کې په خپلو ژمنو باندې د ایران د عمل نه کولو په اړه د دریو اروپایي هیوادونو ادعاو ته په اشارې سره، وفرمایل:  باید لومړی له هغوی څخه دا پوښتنه وشي چي ایا تاسو په خپلو ژمنو عمل وکړ؟ هغوی له لومړي ورځې نه په خپلو ژمنو له عمل کولو ډډه وکړه او له اټومي تړون  څخه د امریکا تر

وتلو وروسته، د زیان د جبرانولو لپاره په  ډول ډول وعدو سربیره، بیا ځلې هم اروپایان په خپلو ژمنو و نه درېدل.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اروپایانو وعده خلافي او په عین حال کې بیا په ایران باندې تور لګول او هغه ګرم بلل، د هغوی د سخت زیات، بې شرمتوب نښه وبلله او زیاته یې کړه: کله چي  د ایران حکومت یو کال دغه حالت وزغمه، او بیا پارلمان میدان ته ور ودانګل او د یوې مصوبې په تصویبولو سره، دغه لیکه او لاره جوړه کړه، او اوس هم د زور د خبرې او د زورور په وړاندې د درېدلو ماسېوا بله لاره موجوده نه ده.