رافائل ګروسي بل سبا تهران ته راځي
د ایران د خارجه وزیر د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وویل چې د ایټمي انرچۍ د نړیوال آژانس عمومي مدیر رافائل ګروسي به د راتلونکې چارشنبې په ماښام تهران ته راشي او د ایران له خارجه وزیر او د ایټمي انرجۍ د ادارې له مشر سره به وګوري.
«کاظم غریبآبادی» د دي خبر په اعلانولو سره زیاته کړه چې دا سفر، د دواړو لورو د تعاملاتو او همکاریو په چوکاټ کښې ترسره کیږي.
له دې مخکښې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر محمد اسلامي هم ایران ته د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د مشر په راتلونکي سفر کښې د بحث وړ موضوعاتو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: په ځواب کښې باید دوو برخو ته اشاره وکړو، یوه برخه له آژانس سره د ایران د اسلامي جمهوریت د اړیکو په هکله ده او بله د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په مشر پورې اړه لري. له آژانس سره زمونږ اړیکې د څارنې د اصولو او د این، پي، ټي تړون په بنیاد تعریف شوې دي او د فني او حقوقو ضوابطو په چوکاټ کښې یو معلوم څارونکی نظام لرو چې باید اسان یې کړو او د آژانس له خوا د څرګند پلاننګ او مهال ویش په بنیاد اجرا شي.