له ایران څخه ۱۱۰ هېوادونو ته د حلالو خوراکي توکو صادرات
(last modified Wed, 30 Apr 2025 02:40:33 GMT )
Apr 30, 2025 07:10 Asia/Kabul
  • له ایران څخه ۱۱۰ هېوادونو ته د حلالو خوراکي توکو صادرات

پارس ټوډې - د ایران د کیفیت او معیارونو د تفتیش بازار موندنې د څېړنې مشر وویل: حلال خوراکي محصولات د ایران د صادراتو له ګټو څخه دي او د مالیزیا، سینګاپور، د فارس خلیج هېوادونه او شمالي افریقا په څېر هیوادونه د دې محصولاتو لوړه غوښتنه لري.

د ایران د کیفیت او معیارونو د تفتیش بازار موندنې د څېړنې مدیر کیومرس یغمایي زیاته کړه: سیمه ایزو هېوادونو لکه عراق، ترکیه، امارات، افغانستان، روسیې او ځینو اروپایي هېوادونو ته صادرات، د بازار یوه مهمه برخه جوړوي. که څه هم په تېرو وختونو کې، د خوراکي توکو قاچاق د کورني بازار د ودې او د صادراتو د پراختیا پر وړاندې یو خنډ وو، خو د څارنې او د کورني تولید په پیاوړتیا سره، د ایراني برنډونو ونډه زیاته شوې ده.

یغمايي وویل: د بریالیتوب لپاره، ایراني شرکتونه باید د هدف هېوادونو د اقتصادي شرایطو په اړه پراخه څېړنه وکړي او هوښیارې ستراتیژۍ رامنځته کړي.

د ایران د کیفیت او معیارونو د تفتیش بازار موندنې د څېړنې مدیر وویل: د شانګهای همکارۍ سازمان، یوریشیا اتحادیې او بریکس په څېر تړونونو کې د ایران غړیتوب، د خوراکي توکو د صنعتي صادراتو د پراختیا لپاره یو ارزښتناک فرصت برابروي او د دې سازمانونو د غړو ترمنځ د سوداګریزو خنډونو کمول، کولای شي په سیمه ایزو او آسیایي بازارونو کې د ایراني برنډونو د پراخې ننوتلو لپاره لاره هواره کړي.

یغمایي ټینګار وکړ: د ایران خوراکي صنعت د تولید کیفیت ښه کولو، د بهرنیو مصرف کوونکو د خوندونو پېژندلو او نړیوالو معیارونو ته په پام سره، توانیدلی چې په ګاونډیو بازارونو کې ښه مقام ترلاسه کړي. له دې سره، د چټکې ودې لپاره له نړیوالو فرصتونو څخه ګټه پورته کول لاهم اړین دي.