ایراني انیمیشن فلم د جرمني د دوسلدورف نړیوال فلم فسټیوال ګټونکی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i159760-ایراني_انیمیشن_فلم_د_جرمني_د_دوسلدورف_نړیوال_فلم_فسټیوال_ګټونکی
پارس ټوډې - د"ګوران" په نوم ایراني انیمیشن فلم د جرمني په دوسلدورف نړیوال فلم فسټیوال کې د داورانو ځانګړې جایزه وګټله.
(last modified 2025-05-06T00:44:25+00:00 )
May 06, 2025 05:10 Asia/Kabul
  • ایراني انیمیشن فلم د جرمني د دوسلدورف نړیوال فلم فسټیوال ګټونکی

پارس ټوډې - د"ګوران" په نوم ایراني انیمیشن فلم د جرمني په دوسلدورف نړیوال فلم فسټیوال کې د داورانو ځانګړې جایزه وګټله.

د دوسلدورف نړیوال فلم فسټیوال د ۲۰۲۵ کال د اپریل له ۲۳ څخه تر ۲۷ پورې په جرمني کې ترسره شو.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د عدنان زندي او فراز سید عباسي په ډایریکټرۍ جوړ شوی ایراني "ګوران" انیمیشن فلم په جرمني کې د دوسلدورف نړیوال فلم فسټیوال کې د داورانو ځانګړې جایزه وګټله.

د"ګوران" په نوم ایراني انیمیشن فلم د یوې هغه نجلۍ کیسه بیانوي چې په سرطان ناروغۍ اخته ده او طبیعت د هغې د درملنې لپاره د هغې مرستې ته راځي.