په نړۍ کې د ایران  فولاد په کومه درجه بندي کې دي؟
(last modified Mon, 30 Jun 2025 07:19:49 GMT )
Jun 30, 2025 11:49 Asia/Kabul
  • په نړۍ کې د ایران  فولاد په کومه درجه بندي کې دي؟
    په نړۍ کې د ایران  فولاد په کومه درجه بندي کې دي؟

پارس ټوډې - د فولادو نړیوال انجمن په دې وروستیو کې په نړۍ کې د دې محصول د غوره تولیدوونکو لیست خپور کړ.

د فولادو نړیوال انجمن د راپور په حواله، په لومړیو پنځو میاشتو کې (د ۲۰۲۵ له جنوري څخه تر مې پورې) په نړۍ کې ۷۸۴ میلیون ټنه فولاد تولید شوي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، ایران په دې موده کې ۱۴ میلیون ټنه فولاد تولید کړي دي.

د فولادو د نړیوالې ټولنې د راپور له مخې، د ایران د فولادو نړیواله درجه بندي له لسم څخه نهم ته لوړه شوې ده.

چین د ۴۳۱ میلیون او ۶۰۰ زرو ټنو فولادو په تولید سره د نړۍ ترټولو لوی فولادو تولیدوونکی دی، او هند، جاپان، امریکا، روسیه، سویلي کوریا او ترکیه د فولادو په نړیوال تولید کې له دویم څخه تر شپږم مقام لري.