د اروپایي ټرائيکا د سنیپبک فعالولو اقدام غیرقانوني دی
پارسټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په دوحې کې د اروپائي اتحادئې د بهرنۍ پالیسۍدکمیشن له مسئولې سره په کتنې کې، د سنیپبک په اړه د موضوعګانو په باب د بحث ترڅنګ، د ایران پر دوامدارې ډیپلوماټیکې ژمنتیا ټینګار وکړ او وې ویل، چې تهران په خپل دریځ کې جدي او ثابتقدم دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» او د اروپائي اتحادئې د بهرنۍ پالیسۍ دکمیشن مسئولې «کایا کالاس» پرون ناوخته د قطر په دوحې ښار کې سره وکتل.
د پارسټوډي د راپور له مخې، په دغې کتنې کې د ایران د ایټمي موضوع په اړه وروستي پرمختګونه، په تیره بیا د درو اروپائي هېوادونو (انګلستان، فرانسه او جرمني) غیرمسئولانه او غیر قانوني اقدام، چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د لغوه شوو پریکړهلیکونو د بېرته ګرځولو په موخې سره شوی، او همدارنګه د ایران او د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس ترمینځ د تعامل په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي، عباس عراقچي د درو اروپایي هېوادونو د دغه اقدام د غیرقانوني بې قاعدې والي په اړه ټینګار وکړ او د اروپائي اتحادئې د بهرنۍ پالیسۍ د کمیشن د مسئولې دنده، چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمېشن د همغږي کوونکې په توګه ده، یادونه وکړه او وې ویل، له دغې ادارې تمه کېږي د نړیوالې ایټمی موافقې او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړهلیک له مخې خپل مسئولیت ادا کړي او د ډیپلوماسۍ پر وړاندې د ناکاره او ناغیړي خوځښتونو د شنډولو لپاره اقدام وکړي. عباس عراقچي د ایران د دوامدارې ډیپلوماټیکې ژمنتیا په اړه ټینګار وکړ او وې ویل، چې ایران په دې دریځ کې جدي او ثابتقدم دی.
د اروپائي اتحادئې د بهرنۍ پالیسۍ مسئولې هم په دغې کتنې کې ډیپلوماسي او خبرې اترې د ټولو خواوو د اندېښنو د حل یوازینۍ لاره وبلله او د ډیپلوماسۍ لپاره ئې د لا زیاتو فرصتونو پر ورکولو ټینګار وکړ. په دغې کتنې کې د راتلونکو ورځو او اوونیو په اوږدو کې د خبرو اترو د دوام په اړه هم سره موافقه وشوه .