آیا ایرانيان شوخ‌طبعه دي؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164238-آیا_ایرانيان_شوخ_طبعه_دي
پارس‌ ټوډی - د کلتورونو په مطالعه کې يو له جذابو پوښتنو څخه دا ده چې آيا يو ملت په تاريخي توګه د شوخ‌طبيعۍ روحيه درلودلې ده يا نه؟
(last modified 2025-09-06T07:43:27+00:00 )
Sep 06, 2025 12:11 Asia/Kabul
  • يو ايراني کورنۍ چې د سياه‌بازۍ له لارې يو بل خندوي 
    يو ايراني کورنۍ چې د سياه‌بازۍ له لارې يو بل خندوي 

پارس‌ ټوډی - د کلتورونو په مطالعه کې يو له جذابو پوښتنو څخه دا ده چې آيا يو ملت په تاريخي توګه د شوخ‌طبيعۍ روحيه درلودلې ده يا نه؟

شاید د ايران سفر ته د سفر کوونکو لپاره دا پوښتنه جذاب وي چې آيا ايرانيان شوخ‌طبعه دي يا نه؟

په دې مطلب کې د پارس‌ ټوډی له لارې د دې پوښتنې ځواب ورکړل شوې ده.

 

شوخ‌طبيعي په لرغونو متنونو کې

فارسي ادبيات ډېر ډېر مثالونه لري چې ښيي ايرانيان نه يوازې جدي توګه د مسايلو سره مخامخ کېدل بلکې د خندولو، نکته‌پسندۍ او د ژوند له ستونزو څخه د خلاصون لپاره هم د طنز او لطيفې څخه ګټه اخيستلې. په کليلې او دمنه کې چې په شپږمه هجري قمري پېړۍ کې فارسي ته ژباړل شوې، اخلاقي حکايات په نرمه او طنزآلودو قصو په شکل کې روايت کېږي.

همداراز د عبيد زاکاني اثار په اتمه هجري قمري پېړۍ کې د ايراني ټولنيز او انتقادي طنز تر ټولو غوره مثال دی چې په شوخ‌طبيعي ژبه سره فساد او د وخت ناهنجاريان بيا روايت کوي.

دا ښيي چې طنز نه يوازې د تفریح وسيله وه بلکې ټولنيز انتقاد لپاره يوه وسيله وه.

 

نقالي، نمايش او د خلکو شوخ‌طبيعي

په عامي کلتور کې هم ايرانيان تل د طنز جوړونکي روحيه درلوده.

نمايشنامې لکه سياه‌بازي (يو ډول ايراني نمايش چې يو څوک خپل مخ سياه کوي او په آواز او موسيقۍ سره د خلکو سره شوخي کوي) چې له پخوانيو پيړيو څخه په خلکو کې خپره وه، پر شوخۍ، بذله‌ګوۍ او د تماشاګانو خندولو بنسټ ولاړه وه.

شخصيتونه لکه «سياه» په طنز ژبه کې ژوند تر ټولو ساده حقايق په خوږه او تفریحي توګه بيان کولې او اکثره د ټولنيزو پيغامونو ژورې يې په لطيفې پوښ کې وړاندې کولې.

 

سفرنامې او د بهرنيو سیلانیانو نظر

تاريخي راپورونه او بهرني سفرنامې هم پر ايرانيانو د شوخ‌طبيعۍ ټينګار کوي.

«ژان شاردن» فرانسوي جهانګر د هفدهمې مېلادي پېړۍ په سفرنامه کې ليکي چې ايرانيان ډېر نکته‌پسند او شوخ دي او په غونډو کې لتيفې او حکايات ويل د دوی د ملګرۍ نه جلا کېدونکې برخه ده.

همداراز نور اروپايي سیلانیانو د ايران خلکو د خوش‌مشربۍ روحيه او د دوی په مهارت کې چې ستونزې په طنز موضوعاتو بدلوي، يادونه کړې ده.

 

جمع‌بندي

د دې دليلو په پام کې نيولو سره کولای شو ووايو چې شوخ‌طبيعي د ايراني کلتور اصلي ځآنګړتیا ده.

له دربارونو څخه تر کوڅو او بازارونو پورې، له حکيمانه متنونو څخه تر عامي نمايشنامو پورې، ايرانيان تل د خنديدو او خندولو هنر ساتلې ده.

 دا روحيه د ژوند حکمت، د تطبيق قوت او د ايران لرغوني تاريخ کې د ښکلا عشق څرګندوي.