د ونیز شپو ورځو د برخې اصلي جایزه ایراني فلم ته ورسیده
پارس ټوډي: ایراني فلم «درون امیر » وتوانېد چې د «وینز ورځو» برخې د ډایریکټرانو جایزه ترلاسه کړي.
ایراني فلم «درون امیر »
د وینز اویایم پړاؤ، چې د نړۍ تر ټولو زوړ سینمائي فسټیوال دی، د اګست له ۲۸ څخه د سټمبر تر ۷ (یعني د وږي یا سنبلې د میاشتې له ۷ تر ۱۷ ) پورې ترسره کېږي.
د پارس ټوډي د راپور له مخې، ایراني فلم «درون امیر »، چې د امیر عزیزي په ډایریکټرئ کې وړاندې شوی، وتوانید چې د دغه فسټیوال د «وینز ورځو» برخې د ډایریکټرانو جایزه وګټي.
ایراني فلم «درون امیر » د تهران یوه ځوان کیسه بیانوي چې د مهاجرت په درشل کې دی. هغه د خوارو وارو خاطرو، نیمګړو خبرو اترو او ارامو او اوږدو شپو ورځو په منځ کې له یوې برخلیک ټاکونکې پریکړې سره مخ دی: تلل یا پاتې کېدل. یوازینی شی چې هغه ترې زړه نه شي اېستلی، د هغه یو بایسکل دی؛ داسې ملګری چې تل د تهران په کوڅو کې ورسره دی او د هغه د تیر ژوند یوه نښه ده.
د «وینز ورځو» د قاضیانو پلاوی، چې مشري ئې د نارویوال لیکوال او ډایریکټري ئې داګ یوهان هاوګرود کوله، په خپلې اعلامیې کې ئې ټینګار کړی: هغه فلم چې نن شپه وستایل شو، د ورځني ژوند په اړه یو فکر دی؛ دا مونږ ته یادونه کوي چې څنګه عادي ورځني کارونه، حرکتونه او د ملګرو خبرې اترې هم امنیت او هم ازادي راوړلی شي.
د دې برخې اصلي جایزه ۲۰ زره یورو (۲۳ زره ډالره) نغدي جایزې ده چې په مساوي ډول د فلم ډیریکټر او د نړیوال خپرونکي ترمینځ ویشل کېږي.