خرازي: د سیمې هېوادونه دې د صهیونیستي رژیم خطر جدي ونیسي
Sep 11, 2025 15:16 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د ایران د بهرني سیاست ستراتیژیکې شورا مشر سید کمال خرازي د قطر پر ضد د صهیونیستي رژیم تجاوز غندلی او ویلي یې دي چې د سیمې هېوادونه باید د اسرائیل د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره پروګرام جدي ونیسي.
خرازي وویل، اوس وخت رارسېدلی چې د سیمې هېوادونه د اسرائیل د تجاوزاتو او ګواښونو خطر درک کړي او د منځني ختیځ د راتلونکي او د امریکايي-صهیونیستي پلان د مخنیوي لپاره ګډه پرېکړه او اقدام وکړي.
هغه زیاته کړه چې ایران، د سیمې د یوازیني مقاومتي ځواک په توګه، چمتو دی چې د دې پلان د ناکامولو لپاره د سیمې هېوادونو سره مرسته وکړي.
هغه وایي، دا بیان د سیمې د ثبات او امنیت لپاره د ایران ژمنتیا څرګندوي.
ټیګونه