د امنیت شورا په غونډې کې سیاسي فضا غالبه وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164812-د_امنیت_شورا_په_غونډې_کې_سیاسي_فضا_غالبه_وه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس  له عمومي منشي  سره په ټیلیفوني خبرو کې د آژانس د واکمنې شورا په غونډې کې د سیاسي فضا د غالبیدا په باب نیوکه وکړه.
(last modified 2025-09-20T00:37:01+00:00 )
Sep 20, 2025 05:05 Asia/Kabul
  •   د امنیت شورا په غونډې کې سیاسي فضا غالبه وه

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس  له عمومي منشي  سره په ټیلیفوني خبرو کې د آژانس د واکمنې شورا په غونډې کې د سیاسي فضا د غالبیدا په باب نیوکه وکړه.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې،د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس عمومي منشی رافائل ګروسي، د جمعې په ماښام   ېد ایران د بهرنیو چارو له وزیر  عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

په دغو خبرو کې دواړو لورو د ایران او آژانس ترمینځ د ملګرتیا وروستي وضعیت، د «سنپ‌بک» موضوع او په امنیت شورا کې د بندیزونو د لغوه کولو د دوام په اړه په پریکړه لیک بحث وکړ.

عراقچي د آژانس د  واکمنې  شورا په غونډې کې د سیاسي فضا د غالبیت په اړه نیوکه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ایران او آژانس ترمنځ ملګرتیا په بشپړه توګه تخنیکي او د نړیوالو مقرراتو په چوکاټ کې ده.

هغه زیاته کړه چې ایران، د یوه مسؤل هیواد په توګه، تل د خپل اټومي پروګرام په اړه د مسایلو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ او تخنیکي ملګرتیا  لاره تعقیب کړې او هر ډول سیاسي اقدام او غیرعادلانه دباؤ  چې  تاوتریخوالی زیاتولی شي،نه مني.