د اسلامی ایران په ضد به اسنپبک ولې ناکامه شي؟
پارس ټوډي – د ایران د اسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې اسنپبک به ناکامه شي.
د پارس ټوډي د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د جمعې په شپه یعني د ستمبر په ۲۶ د ملګرو ملتو د امنیت شورا له غونډې وروسته په یوې خبري ناستې کې ټینګار وکړ: لکه څنګه چې پوځي برید ناکام شو، اسنپبک به هم ناکامه شي. هغه زیاته کړه چې ایران به هیڅکله د دباؤنو په وړاندې سر ټیټ نه کړي او که غیرمنطقي دباؤنه د قانون په ځاي راشي، نومونږ هیڅ نتیجه به ترلاسه نه شي. عراقچي وویل: د اسنپبک فعالول غیرقانوني دي او د ډیپلوماسۍ لاره به وتړي؛ د اسنپبک فعالېدل به د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره زمونږ د تړون د عملي کولو مخه ونیسي او دا د اروپائي هېوادونو اقدام به زمونږ او د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس ترمینځ په ملګرتیا اغيزه وکړي.
عراقچي د امنیت شورا په غونډې کې هم وویل چې د پریکړه لیک مسوده د ډیپلوماسۍ د پرمختګ لپاره یوه صادقانه هڅه وه، خو امریکا ډیپلوماسۍ سره خیانت وکړ او درې اروپائي هېوادونو (اروپائي ټرائيکا)جامع نړیوال ایټمی موافقه په خاورو کې دفن کړه.
د ملګرو ملتو د امنیت شورا غونډه د ستمبر په ۲۶ د روسيې او چین د وړاندیز شوې پریکړه لیک د ارزونې او راي ورکولو لپاره جوړه شوې وه، چې موخه ئې د ایران په وړاندې د ملګرو ملتو د بندیزونو د اټوماټیک بېرته ګرځېدو مخنیوی ؤ. دا پریکړه لیک ، چې د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکوه لیک د شپږو میاشتو (د ۲۰۲۶ کال د اپریل ۱۸) لپاره د تخنیکي تمدید په موخه وړاندې شوی ؤ، د امریکا او اروپايي هېوادونو د خنډونو په وجه د ۴ موافقو رایو (چین، روسیه، پاکستان او الجزایر)، ۹ مخالفو رایو (فرانسه، بریتانیا، امریکا، سیرالیؤن، سلوانیا، ډنمارک، پاناما، سومالیا او یونان) او ۲ سپينو رایو (ګیانا او سویلي کوریا) سره لازمې رائې ترلاسه نه کړې.
د دغه وړاندیز شوپریکړه لیک په ناکامۍ سره، د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د ۱۱ مادې له مخې د اسنپبک په نوم پروسه وروستي پړاو ته ورسیده او هغه بندیزونه چې د ۲۰۱۵ کال له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې (برجام) وروسته ځنډول شوي وو، په اټوماټیک ډول بېرته د ګرځېدو په حال کې دي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت څو ځله اعلان کړی چې خپلو ټولو ژمنو ته پابند پاتې شوی او له نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا یو اړخیز وتل او د اروپايي خواؤ بدعهدي د اوسني وضعیت اصلي لاملونه دي.
امریکا او اروپائي ټرائيکا چې په تېرو اوو کلونو کې ئې د یو اړخیزو پالیسیو او غیرقانوني کړنو له امله د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د کمزوری کولو لامل شوې، اوس د امنیت شورا د میکانیزمونو له ناوړه ګټې اخیستنې سره په تهران باندې د سیاسي او اقتصادي دباؤنو د زیاتولو په لټه کې دي. دا په داسې حال کې دي چې د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس څو ځله د ایران د ایټمي فعالیتونو د سولهییز طبیعت تصدیق کړی او یو څه وخت مخکې ایران او ددغه آژانس دمصر په قاهرې کې یو تړون هم لاسلیک کړی دی.
اروپائي ټرائيکا (جرمني، فرانسې او بریتانیا) د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۸ د اسنپبک پروسه فعاله کړه؛ د ملګروملتو امنیت شورا هم د ستمبر په ۲۶ د روسيې او چین د ځنډولو طرحه رد کړه. په دې توګه د ملګرو ملتو د بندیزونو بېرته ګرځیدل د یکشنبې په ورځ، یعني د ستمبر له ۲۸ څخه عملي کیږي. په هر حال، اسنپبک د خپلو اعلان شوو موخو د ترلاسه کولو توان نه لري. د دې لپاره څو لاملونه شته دي؛ په دې کې دا چې د دې د یووالي اجرا لپاره نړیواله اجماع نشته، د ایران اساسی عایداتي سرچینې (په تیره بیا د ختیځې آسیا لپاره د تیلو صادرات) کلونه کیږي چې له بندیزونو تيريږي، د ملګرو ملتو اجرا ئي وسایل محدود دي او پخوانۍ تجربه هم ښئي چې د لويدیځ د دباؤنو په وړاندې د ایران غبرګون د ایټمي ملګرتیاؤ کمول دي.
د لومړئ موضوع د توضیح لپاره باید وویل شي چې که د اسنپبک د بریالیتوب معیار؛د ایران د بهرنیو عایداتو معنیدار کموالی او له ایټمي فعالیتونو د تهران شاتګ ته مجبورول وي، نو شواهد ښئي چې اسنپبک په یوازې توګه احتمال نه لري دغه ډول بدلون رامینځته کړي. حتی لوېدیځوال شنونکي هم وړاندوینه کوي چې د امریکا د یو اړخیزو او سختو بندیزونو په پرتله د دې اقتصادي اغیز به محدود وي او ډیر ئې سیاسي او سمبولیک اغيزې لري.
بل مسئله د ایران د تېلو د صادراتو دوام دی. حتی په اوسني وخت کې چې پر ایران باندې ډېر دباؤنه موجود دي، چین په ښکاره اعلان کړی چې د هغه د تیلو د وارداتو لویه برخه له ایرانه ده او دغه بهیر ته ئې په بېلابېلو بڼو دوام کړی دی؛ د تیلو د وړونکو ټینکرو د تعقیبولو معلومات هم ښئي چې په ۲۰۲۵ کال کې چین ته د ایران له لورې په متوسط ډول په ورځې کې ۱.۴۳ میلیون بیرله تیل وارد شوي دي.
دریمه مسئله د اجرائي اجماع نشتوالی او د ختیځ-لوېدیځ ترمینځ واټن دی چې د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتو د بندیزونو د بېرته ګرځولو په اړه شته دی . که څه هم اسنپبک له حقوقي پلوه د ملګرو ملتو ټول غړي هېوادونه پابند کوي، خو په عمل کې ئې پلي کول د حکومتونو پر ارادې، قضائی نظامونو او څارونکو ظرفیتونو پورې تړلي دي. مهم لوبغاړي لکه چین او روسیه د دغې پروسې سره موافق نه دي او نه یوازې به د دغو بندیزونو په پلي کولو کې مرسته ونه کړي، بلکې له هغو سره به مخالفت هم وکړي.
په پاي کې باید وویل شي چې د ایران پر وړاندې د اسنپبک په پلي کولو کې، که معیار د ایران د سوله ایز ایټمي فعالیتونو او د سیمهییز چلند بدلون او د هغه د بهرنیو عایداتو د پام وړ کميدل وي، نو دا به «ناکامه» شي؛ د دې لاملونه د ملګرو ملتو د بندیزونو یو شان نه پلي کول دي، چې د لويدیځ او ختیځ ترمینځ جدي اختلافاتو ته په کتو سره،د ایران په وړاندې د بندیوزنو د مخنیوي لپاره جوړ شوی چینل،د ملګرو ملتو اجرایوي محدودیتونه او د تهران له خوا د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره د ملګرتیا د کمولو متقابل غبرګونونه دي.