ایران د صهیونیستي رژیم له خوا پر صمود سمندري کاروان برید وغانده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i165354-ایران_د_صهیونیستي_رژیم_له_خوا_پر_صمود_سمندري_کاروان_برید_وغانده
پارس‌ ټودس - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د صهیونیستي رژیم له خوا پر صمود (پایداري) سمندري کاروان بیا برید او د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړو نیول کېدل غندلي دي. 
(last modified 2025-10-02T03:48:45+00:00 )
Oct 02, 2025 08:17 Asia/Kabul
  • • اسماعیل بقایی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند 
    • اسماعیل بقایی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند 

پارس‌ ټودس - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د صهیونیستي رژیم له خوا پر صمود (پایداري) سمندري کاروان بیا برید او د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړو نیول کېدل غندلي دي. 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی د بېلابېلو هېوادونو د فعالانو او خلکو د بشري اقدام ستاینه وکړه چې د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ یې کړی او د غزې د تړانګې د ظالمانه محاصرې د ماتولو هڅه یې کړې.

هغه د صهیونیستي رژیم له خوا پر صمود کاروان برید د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او تروریستي عمل بللی دی.

نوموړي د غزې د بې‌ګناه خلکو د قومي تصفیې او وژنو د دوام په اړه هم اشاره کړې او یو ځل بیا یې د ټولو دولتونو قانوني، اخلاقي او بشري مسؤولیتونه یاد کړي چې د فلسطینیانو د نسل‌وژنې د مخنیوي او د جنایتکارانو د محاکمې او مجازاتو لپاره اقدام وکړي، او د نړیوالې ټولنې د سمدستي اقدام غوښتنه یې کړې.