د ایران کرنیز محصولات ۸۰ هېوادونو ته صادرېږي
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د کرنې وزارت مرستیال اعلان وکړ چې د ایران کرنیز محصولات ۸۰ هېوادونو ته صادرېږي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د کرنې وزارت مرستیال محمدمهدي برومندي وویل چې د بڼوالۍ په برخه کې د بهرنیو اسعارو عواید له ۲.۹ میلیارد ډالرو څخه ۴.۳ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي. هغه زیاته کړه: ژر به د محصولاتو د شناختپاڼې جوړول د کورنیو او بهرنیو بازارونو لپاره اړین شي.
محمدمهدي برومندي د ایران په صادراتو کې د پستې ځانګړي مقام ته په اشارې سره وویل: پسته هر کال شاوخوا ۱.۷ میلیارد ډالر بهرني اسعار هېواد ته راوړي او ایران د ۶۵۰ زره هکتاره پستو باغونو سره په نړۍ کې له سترو تولیدوونکو څخه دی.
د ایران د کرنې وزارت مرستیال همدارنګه د کورنيو علومو او داخلي ظرفیتونو پر بنسټ ټینګار وکړ او ويې ویل چې دا د ایران د خوړو امنیت د پایښت یوازینۍ لار ده او دا بری د بزګرانو او خلکو د همکارۍ له امله د سختو اقتصادي شرایطو سره سره ترلاسه شوی دی.