د ایران ټرانسپورټي برخه ولې د بهرنیو پانګوالو هدف دی؟
پارس ټوډۍ – ایران، په وده کونکو بنسټیزو جوړښتونو او سټراټیژیک موقعیّت سره، د ټرانسپورټ په برخې کې د نړیوالو پانګونو هدف ګرځیدلی دی.
ایران، د اروپا، مرکزي آسیا او لویدیځې آ سیا په څلور لاري کې پخپل سټراټیژیک جغرافیائي موقعیّت سره ، د بنسټیزو جوړښتونو او ټرانسپورټ په برخې کې د پانګونې یو تر ټولو ښه جذاب هدف دی.
د پارس ټوډۍ له راپور سره سم ، ایران ۱۵ ګاونډيو هېوادونو په لاسرسي سره او د وریښمو د نوي لارې پشمول د نړیوالو کرېډورونوپه لاره کې په راتلو سره ، د ټرانسپورټ د بنسټیزو جوړښتونو د پراختیالپاره بې مخینې فرصت وړاندې کوي.
د راپورونو له مخې، ایران د بنسټیزو جوړښتونو په پروژو کې له ۱۰ ملیارډ ډالرو څخه زیاته بهرنۍ پانګونه جذبوي چې د بندرونو،ریل پټلۍ اوسترې لارو پراختیا پکې شامله ده .
دا فرصت د بهرنيو پانګوالو لپاره، په تیره بیا له اروپا او آسیا څخه، د لوي داخلي بازار (کابو ۹۰ ملیونه خلک) او د سیمې بازارونو ته د لاسرسي په دلیل چې له ۴۰۰ ملیونه څخه زیات نفوس لري، ډېر جذاب دی. له یوې اساسی برخې څخه، د بندرونو وده ده. چابهار بندر، د مرکزي اسیا او هند سمندر ته د واریدیدا د دروازې په توګه، د هند په وروستیو پانګونو (یعني له ۵۰۰ ملیون ډالرو څخه زیاتې پانګونې) سره د سیمې په ټرانزیټي هب بدل شوی دی.
دا بندر په سمندري لوجسټیکي او کنټینري ټرمینلونو کې دملګرتیا فرصت برابروي. همدارنګه، بندرعباس اوبندر انزلي ، په څير د ایران شمالي بندرونه اروپا او قفقاز ته د صادراتو لپاره یوه دروازه ده .
د دغو بندرونو آزاد تجارتي ځایونو، د ۲۰ کلن مالیاتي معافیت او د بهرنيو پانګوالو لپاره د ۱۰۰ سلنه مالکیت په څېر ګټې وړاندې کوي.
د ریلوې برخه هم لوړ پوټینشل لري. ایران د شمال-جنوب او ختیځ-لویدیځ کرېډورونو سره د ریل پټلۍ د چینلونو د بشپړولو په حال کې دی چې چین، هند او اروپا له یو بل سره نښلوي.
د تهران-مشهد لوړ سپيډ لرونکي لاینونه او له عراق سره د ریلي پټلۍ د ګڼدولو په څير پروژې ،د بهرنيو انجینرینګ شرکتونو اود ودانیو د جوړولو شرکتونو لپاره فرصت رامینځةکړي دي. دا پروژې د ایران د حکومت په ملاتړ او د بهرنۍ پانګونې هڅونکي قانون له لارې د پانګې د بیرته ګرځولو له تضمین سره مل دي.
د ایران سترې لارې او سړکونه هم د ودې په حال کې دي چې ګاونډيو هیوادونو ته د توکو ټرانزیټ اسان کړي. په دې برخې کې پانګونه، په ځانګړې ډول په سمارټ لوجسټیکي ټیکنالوژیو کې، لوړې ګټې درلودلی شي. د بهرنيو پانګوالو لپاره، له ځایی شرکتونو سره ملګرتیا او د ایران له حکومتي هڅوَنو او آسانتیاؤ څخه استفاده،ریسک کموي.