کوثري: درېګونې ټاپوګان د ايران نه بېلېدونکې برخه دي
Oct 16, 2025 15:53 Asia/Kabul
پارس ټوډی – د ايران د اسلامي شورا د ملي امنيت او بهرنيو چارو د کمېسيون غړی، اسماعيل کوثري، وويل: درېګونې ټاپوګان (بوموسي، تنب لوی او تنب کوچنی) د ايران نه بېلېدونکې برخه ده، او د سيمې د ځينو هېوادونو بېاساس ادعاوې د ځواب ارزښت نه لري.
ده زياته کړه: کله ناکله هغه هېوادونه چې په خپلو کورنيو چارو کې له ستونزو سره مخ وي، د دغو ټاپوګانو موضوع راپورته کوي، خو دا ټاپوګان د تاريخ له پيله د ايران دي او د ټولو تاريخي نقشو او نړيوالو اسنادو له مخې د ايران ملکيت ثابت شوی دی.
ټیګونه