په ملګروملتونو کښې د ایران استازی : صهیونیسټ رژیم د سولې او د امنیت لپاره جدي ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i166316-په_ملګروملتونو_کښې_د_ایران_استازی_صهیونیسټ_رژیم_د_سولې_او_د_امنیت_لپاره_جدي_ګواښ_دی
پارس ټوډی- په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني» د امنیت شورا په غونډه کښې چې د فلسطین په حالاتو د غور لپاره شوي وه وویل صهیونیسټ نیواکګر رژیم د سیمې او د نړیوال امنیت او د سولې لپاره په ښکاره او جدي ګواښ بدل شوی دی.
(last modified 2025-10-24T08:42:47+00:00 )
Oct 24, 2025 13:05 Asia/Kabul
  • په ملګروملتونو کښې د ایران استازی : صهیونیسټ رژیم د سولې او د امنیت لپاره جدي ګواښ دی

پارس ټوډی- په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني» د امنیت شورا په غونډه کښې چې د فلسطین په حالاتو د غور لپاره شوي وه وویل صهیونیسټ نیواکګر رژیم د سیمې او د نړیوال امنیت او د سولې لپاره په ښکاره او جدي ګواښ بدل شوی دی.

د پارس ټوډی سایټ د راپور پراساس هغه زیاته کړه: صهیونیسټ رژیم په پراخو جنایتونو او زیاتو پوځي اقداماتو سره په سیمه او دنیا کښې د بې ثباتۍ په عامل بدل شوی دی.

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني وویل په تیرو دوو کلونو کښې د فلسطین په غزې تړانګې باندې بې ساري حملو د نسل ختمونې ماهیت لرلی او دغه بریدونه د شلو زرو ماشومانو په شمول د څه د پاسه اته شپیته زرو فلسطینیانو د شهادت سبب شوي او دغو حملو   د روغتونونو ، د ښوونځیو او د اوبو د رسولو  د مرکزونو په شمول د غزې تړانګې د مهمو بیخ بنانیانو په کامل ډول تباه کولو  دغه تړانګه په یوه وران ټاټوبي بدله کړي ده.

هغه یادونه وکړه: صهیونیسټ رژیم په ایران هم نیغ په نیغه حملې کړي دي؛ په دغو حملو کښې د روان میلادي کال په جون میاشت کښې د ایران په سوله ئیزو اټومي مرکزونو چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر څارنې لاندې دي او دغه راز په هستوګونو سیمو باندې بریدونه شامل دي چې له کبله یې یولس سوه ملکي وګړي شهیدان او څه د پاسه پینځه زره اوه سوه نور ژوبل شوي هم دي.

امیر سعید ایرواني دغه راز په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ایران په سمدستي ډول په غزې کښې د نسل کشۍ د ختمولو، د نیواکګرو ځواکونو په کامل ډول د وتلو، د دائمي اوربند د بندولو او غزې ته د بشر دوستانه مرستو له کوم خنډ پرته د استولو غوښتونکی دی وویل د عدالت تحقق د بشریت پرضد د جنګي جنایتونو ، نسل کشۍ او د جرمونو د ترسره کولو عاملانو او پلانونکو محاکمه کولو ته ضرورت لري او له سزاګانو د بچ پاتې کیدا کلتور چې صهیونیسټ رژیم تر ګټه پورته کونکی دی باید پاې ته ورسیږي.

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر په دوام کښې دغه راز په امنیت شورا کښې د امریکا د استازي د ادعاګانو په ردولو او په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت سیاستونه او پالیسیانې د ملګروملتونو د منشور پراساس دي د امریکا غیر قانوني پوځي شتون او له صهیونیسټ رژيم څخه بې قید او شرطه ملاتړ د سیمې د بې ثباتۍ اصلي عامل وباله او زیاته یې کړه واشنګټن د ملګروملتونو د امنیت شورا د ماموریتونو په اجرا کښې په کارړنګونو سره د اسرائیلو رژیم په جنایتونو کښې شریک پیژندل کیږي.

هغه د امنیت شورا د پرون پنجشنبې  ورځې په غونډې کښې د خپلې وینا په پاې کښې په غزې کښې د انساني غمیزې د اړیکو او د نړیوالې سولې په ګواښلو کښې د صهیونیسټ رژیم د رول په هکله د اندیښمونکي انځور د وړاندې کولو په ترڅ کښې د دغه غمیزه رامینځته کیدونکي حالت د ختمولو لپاره د نړیوالې ټولنې د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.