ایران د نړیوال زعفران په تولید کې ۹۰ سلنه ونډه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i166434-ایران_د_نړیوال_زعفران_په_تولید_کې_۹۰_سلنه_ونډه_لري
پارس ټودی - د ایران د کرنې جهاد وزیر اعلان وکړ چې ایران د زعفران، په نړیوال تولید کې له ۹۰ سلنې څخه زیاته ونډه لري. 
(last modified 2025-10-27T09:31:27+00:00 )
Oct 27, 2025 13:58 Asia/Kabul
  • ایران د نړیوال زعفران په تولید کې ۹۰ سلنه ونډه لري

پارس ټودی - د ایران د کرنې جهاد وزیر اعلان وکړ چې ایران د زعفران، په نړیوال تولید کې له ۹۰ سلنې څخه زیاته ونډه لري. 

د ایران د کرنې جهاد وزیر «غلامرضا نوري قزلجه» په یوه پیغام کې «د زعفران ملي ورځ» د زعفران د یو ملي برانډ په توګه په نړیواله کچه د علمي او کلتوري معرفي کولو، د څېړنیزو، کرنیزو او سوداګریزو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو، او د دې بې ساري محصول د ارزښت زیاتوالي او صادراتي ظرفیت په اړه د عامو خلکو د پوهاوي لوړولو لپاره یو فرصت وباله.

هغه زیاته کړه: نن ورځ ایران په ویاړ سره په داسې مقام ولاړ دی چې د دې بې ساري خزانې په نړیوال تولید کې یې له ۹۰ سلنې څخه زیاته ونډه ده، او دا ویاړ د هوښیارو کروندګرو د هڅو، د ژمنو صادرونکو د همت او د دې خاورې د متخصصینو د پوهې پایله ده.