د ایران او ترکمنستان د برېښنا صنعت همکارۍ پراخېږي
پارس ټوډی - د ایران د برېښنا تولید، انتقال او وېش مدیریت شرکت (توانیر) او د ترکمنستان ترکمن انرګو شرکت د برېښنا، برېښنایي تجهیزاتو او تخنیکي او انجنیري خدماتو د صادرولو په برخه کې د نوو همکاريو لارې وڅېړلې.
د ترکمنستان د برېښنا او انرژۍ سکتور یوه پلاوي، چې ترکمن انرګو شرکت د مشر «الیاسوف» په رهبرۍ د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاريو د پراخولو په موخه تهران ته راغلی او د توانیر شرکت له مدیرانو سره یې په یوه ګډه ناسته کې د ایران او ترکمنستان ترمنځ د نوو همکاريو امکانات وڅېړل.
دا ناسته د ایران اسلامي جمهوریت او ترکمنستان ترمنځ د برېښنا سکتور د همکاريو د پراختیا په موخه ترسره شوه او د توانیر شرکت مشر مصطفی رجبي مشهدي په کې ګډون درلود.
دواړو خواوو د برېښنا تولید او انتقال په برخه کې د ګډو ظرفیتونو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا تبادلې د زیاتولو لپاره د نوو ارتباطي لینونو د جوړولو په اړه خبرې اترې وکړې.