د اسیا د فوټسال سیالیو اتلولي افغانستان او ایران دویم مقام وګاټه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i166562-د_اسیا_د_فوټسال_سیالیو_اتلولي_افغانستان_او_ایران_دویم_مقام_وګاټه
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیایي ځوانانو د اتلولۍ په پایلوبه کې ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه او د اسیا اتله لوبډله شوه. دا لوبه د بحرین په پلازمینه ماناما کې د خلیفه ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.
(last modified 2025-10-31T06:45:41+00:00 )
Oct 31, 2025 06:08 Asia/Kabul
  • د اسیا د فوټسال سیالیو اتلولي افغانستان او ایران دویم مقام وګاټه

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیایي ځوانانو د اتلولۍ په پایلوبه کې ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه او د اسیا اتله لوبډله شوه. دا لوبه د بحرین په پلازمینه ماناما کې د خلیفه ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.

دغه راز د ایران د اولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې بیا د دغه سیالیو دویم مقام خپل کړ.

پای لوبه کې افغان لوبغاړي عباس حیدري د لوبې په لومړۍ نیمایي او علي احمدي د دویمې نیمایي په جریان کې د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

دا د فوټسال په اسیايي سیالیو کې د افغانستان د تاریخ لومړنۍ اتلولي ده.

په دغه سیالیو کې ایران دوهم مقام ترلاسه کړ، تایلنډ درېیم شو او ازبکستان څلورم مقام خپل کړ.